استاذ کريم خليلی سبا پاکستان ته ځي.
خبريال وېب پاڼه: د بهرنيو چارو وازت د وياند دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د حزب وحدت اسلامي رهبر استاذ کريم خليلی به د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سبا دوشنبه چې د روان زیږديز کال د جنوری له ۱۱ نيټي سره سمون خوري اسلام اباد ته سفر وکړي.
اسلام اباد ته د سفر پرمهال به د حزب وحدت مشر استاذ کريم خليلی د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د پاکستان د ملي شورا رييس، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پاکستان ځينو نورو شخصيتونو سره ليدنه ولري.
د استاذ کريم خليلی سفر پاکستان ته د روانو سياسي حالاتو يوه برخه ده ترڅو د افغان سولې لپاره د دواړو هيوادونو ترمنځ په ګډه همکارۍ ټينګار وشي او د دواړو هيوادونو ترمنځ ژورې اړيکي رامنځته شي.
افغانستان او پاکستان د کلونو راهيسې ګډي اقتصادي، سياسي، ټولنيزي، دوديزي، کلتوري اړيکې لري او تر ډيره پاکستان دې اړيکو ته هيڅ وخت نه ورکوي او هرخت د خپلو موخو لپاره کار کوي.
پاکستان هر وخت په افغانستان کې د جګړي د پای ته رسولو او د ثبات راوستلو لپاره هر اړخيزي ژمني کوي خو د پاکستان ژمنې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره نمايشي دي او تر ډيره پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلو موخو لپاره کار کوي.
دې هرڅه ته په کتو پاکستان افغان سولې لپاره ريښتينې همکاري نه کوي افغانستان کې د روانو حالاتو اصلي محرک هم پاکستان دي چې د کلونو راهيسې يې د خپلو شمو موخو لپاره بي ګناه افغانان شهيدان کړي دي او هر وخت يې د طالبانو نظامي، سياسي او اقتصادي ملاتړ کړی دی.
کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران وروستي سفر پرمهال هم خان ويلو وه چې افغانستان سره به خپلو اړيکو او ګډي همکارۍ ته دوام ورکړي خو، د خان دې څرګندولو ته افغانانو سخت غبرګون وښود چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې هم کابل ته د خان راتګ له امله لاريونونه ترسره شول او افغانان د افغانستان لپاره د پاکستان څخه په ريښتيني همکارۍ ټینګار کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.