The news is by your side.

مرکل: جرمني د کرونا ويروس د لا زياتيدو له ګواښ سره مخ دی.

خبريال وېب پاڼه: په جرمني کې د کرونا ويروس څخه د خونديتوب او د کرونا ويروس د کنټرول موسسي د يکشنبي ورځ د راپور په اساس په جرمني کې د کرونا ويروس څخه د مړو شوو کسانو شمير له ۴۰ زرو اوښتی دی دې موسسي اعلان کړی چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶۵ کسان د کرونا ويروس له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دی چې له دې سره د کرونا وبا له کبله په جرمني کې د مړو شوو کسانو شمير ۴۰ زره او ۳۴۳ تنو ته رسيږي.

په ورته وخت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په جرمني کې د کرونا ويروس څه باندي ۱۷ زره تازه پيښي ثبتي شوي دي چې له دې سره په جرمني کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمير له ۹۰۰ زرو څخه واوښت.

په همدي اړه د جرمني لومړۍ وزيري انګلا مرکل په يوه ويډيوي پيغام کې ويلي چې د کريسمس ( د نوي کال) لمانځلو کې د زياتو ټولنيزو اړيکو له امله دغه هيواد اوس د کرونا ويروس بحران سره مخ دی او مرکل جرمنيانو ته ګواښ کړی چې جرمني به په راتلوونکو اونيو کې نور هم د کرونا ويروس د سخت بحران سره مخ شي او بايد په دې اړه جدې تدابير او ټولنيز واټونونه ونيول شي.

جرمني چې د ۸۳ ميليون نفوس په درلودو سره د اروپا يو له بډايه هيوادونو څخه دی چې تازه پکې قرنطين ختم شوی وه اوس يو ځل بيا د کرونا ويروس د زياتيدو له ويري سره مخ دي.

په جرمني کې اوس مهال ۵۰۰ زرو څخه ډير خلک د کرونا ويروس له امله درملني لاندي دي چې ۸۰% يې په روغتونونو کې د بستر په ميزونو پراته دي.

جرمني کې اوس يو ځل بيا د خوراکي توکو د پلورنځيو پرته نور ټول هوټلونه، ورزشي او تفريحي ځايونه، سينماګانی، عمومی پارکونه، مارکيټونه د نامعلوم وخت لپاره وتړل شول.

نه يواځي په جرمني کې بلکې په ټوله اروپا، امريکا، د اسيا ځينو هيوادونه او ان د نړۍ ځينې نور هيوادونه د کرونا ويروس د سخت بحران سره مخ دی او نړيوال شرکتونه هڅه کوي ترڅو د کوويډ-۱۹ لپاره ژر تر ژره اعتبار لرونکی درمل جوړ کړي او کرونا ويروس وبا ته د پای ټکی کیږدي.

avast kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance