پېښور: پوهنتون کې د انجونو نوي لباس سختي ناندرۍ را پارولي
خبريال ويبپاڼه /د خیبر پښتونخوا په هزاره پوهنتون کې د ښځینه زده کونکو ، هلکانو او کارمندانو لپاره د نوي لباس ټاکل په ټولنيزو رسنيو کې مسخره شوي او سختي ناندرۍ يې راپارولي دي.
د پوهنتون د اعلاميه له مخې د هزاره پوهنتون زده کونکي او کارمندان اړ دي چې نور یونیفورم ، بورقاس ، سکارفونه ، لنډ کمیسونه او کارتینګ ډوله جامې وا نه غوندي.
د پوهنتون ښځينه زده کړيالانې مجبوره دي چې جینس ، میک اپ او ګلدوزي شوي جامې لوی او بکسونه لع ځان سره پوهنتون ته را نه وړې.
د يادونې ږړ ده چې محصيلينو ته ويل شوي چې پتلون او لنډ کمیسونه د پتلون او واسکټونو او کوټونو سره چاکټ وا نه غوندي او په سختۍ سره محصلينو ته ويل شوي چې ، جینس ، سینڈلونو ، او د غوږونو والۍاو په لاسونو کې زنځیرونو اچول منع دي .
د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو په رشخندی ډول په پاکستاني رياست او د پوهنتون په اداري باندي تور لګولی چ دا پوهنتون دی که زندان.
د هزاره پوهنتون محصلینو لپاره د لباس او په دغه برخه کې د محصلينو لپاره د سختو قواعدو اعلانول په ټول پاکستان کې په غوغا بدله شوي او ناندرۍ يې رامنځته کړي “.
د هزاره پوهنتون ویاند شاهد رباني وویل چې د پوهنتون ادارې د نوي اعلاميي له مخې نوی بندیز نه دی لګول شوی خو ویلي یې دي چې د سیمې لپاره مناسب دی چې ورته کالي واغوندي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان په يوه تعلمي اداره کې يو ناندريز قانون او قواعد ټاکل کيږي بلکي څو ځله تر دې مخکې هم دې ورته قواعد ټاکل شوي د چې د هغو له ډلي يو هغه يې د بلوچستان پوهنتون کې د ښځينه محصيلينو لپاره د امتحان ځانګړي جامي ټاکل وو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.