The news is by your side.

د فساد سرچینه؛ د موټرونو له پلېټونو د ۳۹ عدد لیرې کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانانو په منځ کې نهه دېرش شمېره ښه مانا نه لري او ډېری خلک له دغې شمېر سره حساسیتونه لري، چې په ډېری برخو کې په ځانګړي ډول د موټر په پلېټونو کې یې ستونزې رامنځته او فساد ته زمینه مساعده کړې ده.

اوس تازه افغان حکومت ویلي چې د موټرونو له پلېټونو به ۳۹ عدد لیري کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي د ترافیکو چارواکو ته یې لارښوونه کړې ده چې له دې وروسته باید د ۳۹ عدد د موټرونو له پلېټونو لیرې شي؛ ځکه په وینا یې، دغه نمبر د فساد زمینه یې برابره کړې.

نوموړي ویلي داسې معلومات ورته رسېدلي چې د ترافیکو چارواکي له ۳۹ عدد د بچ کولو لپاره له موټر لرونکو تر دوو یا درېیو سوو ډالرو پورې رشوت اخلي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي ترلاسه کړي، چې تر اوسه یې له چا او کله اخیستې دي.

  عامو وګړو هم داسې ادعاوې کړې چې د یاد عدد د لرې کولو په بدل کې ترافیک پیسې ترې اخلي.

 څه موده مخکې کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د موټرو ۳۹ شمېرې لرونکي نمبر پلېټونو په اړه د خلکو منفي ذهنیت په ستره ستونزه بدل شوی او د دولت عوایدو ته یې زښته زیات زیان اړولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.