لوګر کې زده کوونکو ته د کانکور د چمتووالي وړیا کورسونه جوړ شول
خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د نجونو او هلکانو د یو شمېر لېسو د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالي کورسونه پیل شول.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کورسونه د پوهنې ریاست د مقام د لارښوونې له مخې د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا جوړ شول، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي کورسونه، د هلکانو لپاره د حضرت عمر فاروق(رض) د هلکانو او د نجونو لپاره د بي بي آمنې د نجونو په لېسو کې جوړ شوي دي.
د سرچینې په وینا، یاد کورسونه د دولسمو ټولګیو د ۳۰۰ زده کوونکو لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې تر اوسه ۳۰ نجونو او ۱۸ هلکانو، چې ټول ۴۸ زده کوونکي کېږي برخه اخیستې ده.
سرچینه همدا راز کاږي، چې په نوموړو کورسونو کې زده کونکو ته د کانکور د تیاري او ساینسي مضمونونو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي څو زده کوونکي د راتلونکي کال د کانکور ازموینې ته چمتوالی ونیسي.
په خبرپاڼه کې د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي له قوله د دولسمو ټولګیو له ټولو زده کوونکو یې غوښتل شوي چې په جوړ شویو کورسونو کې ګډون وکړي او د کانکور ازموینې ته چمتوالی ونیسي.
مسوولین زیاتوي چې ډېر ژر به په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته ورته کورسونه جوړ کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.