د ټرمپ فېسبوک اکونټ لاهم تړلی
د فېسبوک له لوري وروسته له هغه چې د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس ودانۍ باندې بریدونه وکړل د نامالومې مودې پوري د نوموړي فېسبوک فعالیت و ځنډاوه چې لايې هم فعالیت نه دی پیل کړی.
اوس د فېسبوک څار ډله غواړي چې د ټرمپ د اکونټ په هکله دغه پریکړه و ارزوي او یوه نوې پریکړه وکړي چې باید د نوموړي اکونټ چې اوس له واکه هم لیري سوی څه پرې وکړي.
د فېسبوک د څار ډله خپلواکه او تیر کال رامنځ ته سوه چې د ټرمپ په ګډون يې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د مشرانو فېسبوک اکونټونه له فعالیته غورځولي چې یو شمېر کړنې يې ترسره کړې وې.
د ټرمپ اکونټ څه وخت وتړل سو؟
وروسته له هغه چې د امریکا د کانګرس پر ماڼۍ باندې اعتراض کوونکو یرغل وکړ د جنورۍ پر اومه نېټه د فېسبوک له لوري د ټرمپ فېسبوک مخ پاڼه وتړل سوه
له همدې سره تر خوا ټویټر هم په ورته اقدام د ټرمپ اکونټ چې ۸۸ میلیونه تعقیبوونکي يې لرل د تل لپاره وتړله.
ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر وو، چې دوه ورځې وړاندې يې واک د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته وسپاره هغه په خپله لومړۍ دوره کې د ناخوښه کارونو او ناسمو پریکړو له مخې امریکایانو د دویم ځل لپاره انتخاب نکړ او رایه یې ورنکړه.
ټرمپ د خپل واک پرمهال پر ټولنیزو رسنیو خورا فعاله وو، او ډیر ځله به یې د سپینې ماڼۍ نظرونه او اندونه پر دې رسنیو خپرول تراوسه پوري فېسبوک دا پریکړه نه ده کړې چې د ټرمپ اکونټ د تل لپاره وتړل سي او یاهم بیرته د فعالیت اجازه و رکړي.
د غه د څار ډله د ډونالډ ټرمپ د قضیې تر څنګ د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر ماتیر محمد او نورو قضیو په هکله هم خپلې ارزونې وړاندې کوي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.