The news is by your side.

جاپان کې د کرونا وبا موده د ښځو د ځان وژنې کچه زیاته شوې

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس د خپرېدو او له دې ویروس د مخنیوي په موده کې په جاپان هېواد کې د ښځو او ماشومانو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې.

د جاپان د روغتیا وزیر ویلي تېر کال د هغو کسانو چې د ځان وژلو هڅه یې کړې د لومړي ځل لپاره یې شمېر د 2009ز کال په پرتله زیات شوی دی.

په دې هېواد کې د نارینوو د ځان وژنې کچه کمه ښودل شوې خو د ښځینو د ځان وژنې بیا په سلو کې 14 سلنه نور هم زیاته شوې.

د دې شمېر پر اساس له اتو میاشتو را هیسې د نومبر په میاشت کې د 18 کلنو عمر لاندې یوازې 300 ماشومانو ځان وژنه کړې

کار پوهان یې لامل د کرونا وبا مهال ښودلی دی.

دوی وایي کرونا وبا د ښځینو پر ژوند بیا ډېر اغېز پرېښی چې دوی یې په کورونو او کار ځایونو کې له فشارونو، مسؤولیتونو او د اولادونو د پالنې له اندېښنو سره مخامخ کړي. او ماشومان همدا رتګه د وېرې او یوازیتوب او انزوا سره مخ کړي دي.

که دا به یوازې جاپان هېواد نه وي چې د کرونا وبا په موده کې په کې د ځان وژنې پېښې زیات ثبتیږي بلکې په زیاتو هېوادونو کې د ځان وژنې پېښې ثبت شوي خو جاپان کې بیا د ښځو او ماشومانو د ځان وژنې کچه لوړه ده.

ارواپوهان وایي د کرونا وبا نه د مخنیوي په موخه د قرنطین او بندیزونو پدیده نوې وه او زیات شمېر خلک په کورونو وو چې له دې کبله له بېلا بېلو فشارونو او ستونزو سره مخ شوي.

د کرونا وبا نه د مخنیوي لپاره د بندیزونو په لړ کې زیات شمېر ځوانان، نارینه او ښځینه بې کاره شول او زیاتو یې دندې له لاسه ورکړې چې د دندې له لاسه ورکول، د عاید بندېدل، اقتصادي ستونزې او فشارونه د دې لامل شوي چې نړۍ کې یې زیات خلک ځان وژنې ته اړ کړي او یو شمېرو یې ځانونه هم له تېغه تېر کړي.

په یو شمېر هېوادونو کې بیا په دې موده کې د ځان وژنو د مخنیوي په موخه ځاحګړې مرستندویه شمېرې فعالې شوي چې د ځان وژنې تر کچې تللو خلکو سره مرسته کوي او مشورې ورکوي څو په دې موده کې مبارزه ورکړي.

په ایران کې 123 شمېره، افغانستان کې 119 شمېره، برېټانیا کې 116123 خیریه شمېره او په امریکا او کاناډا کې 911 شمېرو ته په زنګ وهلو د ځان وژنې تر کچې اړو شویو کسانو ته مشورې ورکول کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.