د پرنجېدو په هکله به مو دا ۶ حقيقتونه حيران کړي
خبريال وېبپاڼه/ پرنجېدل يا پرنجی په غيرې ارادي او ناڅاپي ډول د خولې او پوزې له لارې د نفس ورکول دي، په اصل کې پرنجی د پوزې د عصبي ريښو د راپارولو سره رامنځته کېدونکی يو حالت هم دی، په دې خو ټول پوهېږو چې زموږ پوزه په بدن کې کوم مهم کارونه ترسره کوي.
په پوزه کې د عصبی ريښو راپارول يا بېدارول بېلابېل عوامل او سببونه لري، کله کله زياد ګرد و غبار او دوړې هم ددې سبب کېږي چې پرنجی رامنځته شي، ځینې وختونه ان عطر وهل هم ددې سبب کېږي، پوهان وايي يو ناڅاپه شديدې روښنایی ته کتل او يا هم د زياد دود سره مخ کېدل هم د پرنجېدو سبب کېدی شي.
پوهېږئ کله چې پرنجی درشي يانې کله چې پرنجېږی نو په هېڅ صورت نشی کولای چې خپلې سترګې خلاصې يا پرانیستې ونیسئ، ساینس پوهان وايي چې موږ بدن د درد په وخت کې داسې غبرګون ښيي چې موږ سمدلاسه سترګې پټوو، همدا غبرګون د پرنجي په وخت کې هم رامنځته کېږي، ددې لپاره چې بد ښکاره نشئ يا شرمېږئ هېڅکله هڅه مکوئ چې پرنچئ مو ايسار کړئ.
له دې به نه وی خبر چې د پرنجي سرعت څومره دی، باور به مو هم رانشي، کله چې يو کس پرنجېږی نو په عام ډول د پرنجي په وخت کې يې د خولې څخه ځینې مايعات هم بهر کېژي، خو پوهېږئ ددې چټکوالی څومره دی؟ پوهان وايي ستاسې د پرنجي سرعت په ساعت کې ۱۶۰ کيلومتره دی.
د ډېرې زياتې پرنجېدا ريکارډ د چا سره دی، پوهېږئ د يوې دولس کلنې نجلۍ سره دی، دا ریکارډ د يوې برتانوۍ نجلۍ دونا ګريفتهيس سره دی، دا نجلۍ د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۳ م کال ترمنځ د پرنجيو د يوې حملې سره مخ شوه، دې به په هره دقيقه کې يو ځل پرنجئ کاوه مطلب په دقيقه کې به يو ځل پرنجېده، وروسته ددې دا پرنجېدا په پینځو دقیقو کې يو ځل ته راښکته شوه.
راځئ چې په دې مالوماتو کې يو غلط باور هم سم کړو، ډېری خلک فکر کوي چې د پرنجېدو په وخت کې زړه ودري، خو دا سمه خبره نده، د پرنجېدا په وخت کې په سینه کې د تنګۍ له کبله د وينې جريان بدلون کوي او د زړه منظم ضربان هم بدلون کولی شي خو زړه نه ودري.
ځينې کسان د لمر په وړاندې حساسیت لري، دوی چې د لمر د غوڅې رڼا سره مخ شي هم پرنجېږي، په نړۍ کې د هرو دریو کسانو څخه يو کس دا ډول حساسیت لري، دوی ته فوتيک هم ويل کېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.