تازه: ولسمشر د مالیې وزیر له دندې لېرې کړ
خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه فرمان کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لېرې کړ.
د ولسمشر له لوري د ارغندیوال پر ځای محمد خالد پاینده د سرپرست په توګه ګومارل شوی.
د چارو ادارې په دې تړاو په خپره کې خبر پاڼه کې د ارغندیوال د ګوښه کولو لاملونه د عوایدو راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه د ګډې کمیټې سره نه همکاري، د غیر قانوني ګمارنو څېړل او نه مخنیوی، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتدارۍ ارزښتونو او اطاعت ته نه ژمنتیا او د ولسمشرۍ د عالي مقام د حکمونو او لارښوونو څخه سرغړونه یې د لاملونو په توګه یاد شوي.
د ولسمشر غني د دویمې دورې د پیلېدو سره سم یې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی وو چې څو میاشتې مخکې یې د ولسي جرګې څخه د باور رایه هم تر لاسه کړه او د مالیې وزارت یې وګاټه او د تېر زېږدیز کال د مارچ په میاشت یې رسماً دنده پیل کړه، خو نن بېرته بیا د ولسمشر په فرمان له دندې لېرې کیږي.
لا هم د حکومت د وزیرانو کابینه نه ده بشپړه شوې.
د ولسمشر غني او د روغې جوړې عالي شورا د رٸیس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري ولسي جرګې ته په معرفي شویو نوماند وزیرانو کې د عبدالله زیات معرفي شوي وزیرانو د باور رایه تر لاسه کړه خو د غني یو شمېر رد شول.
تر اوسه د ولسمشر غني له لوري هم د رد شویو وزیرانو پر ځای نور نوماند وزیران نه دي معرفي شوي او لا هم ځیني وزارتونه د سرپرست وزیرانو له لوري اداره کیږي.
ولسي جرګه له ارګ غواړي څو ژر تر ژره د نوماند وزیران د باور رایې اخیستنې لپاره ور وپېژني.
ولسمشر غني د دویمې ځل لپاره ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ په وخت کې په کمپاین غونډو کې د ویناوو پر مهال ډېر په کلک ویل چې د سرپرستانو دود به نور په بشپړل ډول ختموي خو تر اوسه نه دا چې د سرپرستانو دود یې ختم کړ بلکې شته وزارتونو او ادارو باندې یو ځل بیا سرپرستان ګومارلي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.