The news is by your side.

کابل نن د لوړ پوړو نړۍ والو مېلمنو کوربه دی

خبریال ډاټ کا/ ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ نن کابل ته راورسېږي‌.‌

دواړه مشران به په ارګ کې له ولسمشر غني‌ سره وویني‌او د یولړ مراسمو په ترڅ‌ کې به دافغانستان او نړۍ والي‌ټولنې ترمنځ د اړیکو شوی تړون بیا تازه کړي .

دا دوه میلمانه په داسي ‌وخت کې کابل ته راځي چې د افغان حکومت مخالف لوری هم د قطر په کوربه توب د نړۍ له ځواکمن قوت امریکا سره د سولي ‌تړون لاسلیکوي‌.‌

د فبروري‌(۲۹) چې هر څلور کاله وروسته راځي دافغانانو لپاره یوه تاریخي ‌ورځ‌ ځکه بلل کېږي‌ ، چې له یوه لوري‌ د جنګ او جګړې دوام ته د پای لورته درومي‌او له بله لوري‌ دافغانستان له امنیتي ‌ځواکونو سره د مرستو د دوام ژمنې تازه کېږي‌.‌

د سولي‌د تړون پر مهال ډېری افغانانو اندېښنه لرله چې امریکا او نړۍ واله ټولنه د نولسونیویمې لسي په ټوله افغانستان ته شا نکړي ،خو اوس داسي ښکاري چې نړۍ واله ټولنه لا هم په افغانستان کې دلچسپي لري او یوازي ‌یې نه پرېږدي‌.

تېر کال د طالبانو د مذاکراتي‌ پلاوي پخواني ‌مشر عباس ستانکزي ویلي‌ وو چې دوی ته دافغانستان اوسني پوځ او امنیتي‌ ځواکونه د منلو وړ نه دي‌او دا ځواک باید له منځه یو وړل شي ، خو اوس د افغان امنیتي‌ځواکونو د تجهیز او مالي‌ملاتړ په موخه ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ نن په کابل کې خپلي ‌پخوانۍ ژمنې د یوې ګډي اعلامې په خپرولو تازه کړي .

که څه هم طالبان وايي چې د اخیري‌امریکا يي ‌تر وتلو به جګړې ته دوام ورکوي‌،خو اوس داسي ښکاري‌ چې د امریکا او طالبانو د نېژدې یو نیم کال خبرو اترو وروسته طالبان له خپلي دې غوښتنې پر شا شوي دي .‌

ولسمشر ټرمپ‌ په بیا بیا ویلي دي چې په افغانستان کې به استخباراتي ‌حضور ساتي او امریکا يي پوځ به په قراره له افغانستان نه اوباسي‌.

د یادولو ړده چې تېره یوه اونۍ د رواني (۱۹) کلنې جګړې په ترڅ کې یوه ارامه اونۍ وه چې دافغانستان خلکو ته یې د سولي په تړاو هیلي ‌ورپیدا کړي دي .

افغانان وايي چې سوله یې په هیواد را ګډه شوې ، خو لا هم زیات کار ته اړتیا لري‌.

پر افغان حکومت هم د سولي‌د ګډوډولو ډېر تورونه پوري‌شوي ‌وو ، خو اوس داسي ‌ښکاري ‌چې افغان حکومت هم د سولي‌له راتګ سره خپل دریځ نرم کړی دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance