د نړۍ ترټولو اوږد قد لرونکې ښځې په کوم هېواد کې اوسېږي؟
خبريال ویبپاڼه/ په ښځينه و کې لوړ قد کم ليدل کېږي او له همدې کبله په دوی کې لوړ قد لرونکې ښځې بيا ډیرې ستايل کېږي، که څه هم قد د انسان په ښکلا کې ترټولو بنسټیز اصل نه دی خو یو څه چې کم شي نو قدر یې هم زياتېږي، په ټوله کې د جنوبي شرقي اسيا خلک د قد په برخه کې چندان طالع نلري خو د اروپا خلک بيا په دې برخه کې هم د نورو څخه مخکې دي.
د نړۍ ترټولو لوړ قد لرونکې نجونې په اروپايي هېواد لاتويا کې ژوند کوي، ددې هېواد ښځې په ټوله نړۍ کې په لوړ قد او ښکلا مشهورې دي، په دې هېواد کې د ښځو قد په اوسط ډول ۱۷۰ سانتي متره دی.
په نړۍ کې بيا ترټولو لوړ قد لرونکي نارينه هم په اروپا کې ژوند کوي، ترټولو لوړ قد لرونکي نارينه د هالنډ هېواد دي، په دې هېواد کې د نارينه و د قد اوسط ۱۸۳ سانتي متره دی.
ساینس پوهانو د ۱۹۱۴ م کال راهیسې د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې څېړنې ترسره کړې دي چې ددې په پايله کې دوی د نړۍ ترټولو لوړ قد لرونکي نارينه ټاکلي دي، په دې حساب د هالنډ څخه وروسته د نړۍ ترټولو لوړ قد لرونکي نارينه په بلجيم هېواد کې ژوند کوي.
د بلجيم وروسته بيا هم اروپايي هېوادونه ځای لري، د يادې شوې څېړنې په بنسټ د بلجيم څخه وروسته د نړۍ ترټولو لوړ قد لرونکي خلک په ایستونیا، لیتوانیا، ډنمارک، بوسنيا، ایسلنډ او چک هېوادونو کې ژوند کوي.
که بېرته د ښځو برخې ته راشو نو یادو شویو هېوادونو ښځينه هم په دې قطار کې شتون لري، د لاتویا څخه وروسته ترټولو لوړ قد لرونکې ښځې په هالند، ایستونیا، چک، صربیا، سلواکيا، ډنمارک، ليتوانيا، بېلاروس او اوکراين کې ژوند کوي.
د نړۍ ترټولو ټيټ قد لرونکي نارينه بيا په شرقي تيمور کې ژوند کوي، ددې هېواد ډېری خلک د نورمال څخه ټيټ قد لري، په خیتځ يا شرقي تيمور کې د نارينه و اوسط قد ۱۷۰ سانتي متره دی، دا اندازه په ډېرو هېوادونو کې د نورمال څخه کمه معرفي کېږي.
د نړۍ ترټولو ټيټ قد لرونکې مېرمنې بيا په ګواتیمالا کې ژوند کوي، ګواتیمالا د لاتينې امريکا هېواد دی، ددې هېواد ډېری ښځې د نورمال له نورمال څخه هم ټيټ قد لري، په ګواتیمالا کې کې د ښځينه و د قد اوسط صرف ۱۴۹ سانتي متره دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.