پوهېږئ ستېتېسکوپ څه ډول کار کوي؟
خبريال وېبپاڼه/ ستېتېسکوپ په اصل کې د اورېدلو لپاره کارول کېږي، په بدن کې د ځينو غړو د کار او وضعيت په هکله د هغوی د غږ څخه مالومات ترلاسه کولی شو، ستېتېسکوپ سره کولی شو د زړه، د سږو، په رګونو کې د وينې د جريان او سير، د اومېدواره مېرمنو د ماشومانو د زړه، د کولمو د حرکت غږ واورو.
د ستېتېسکوپ په يوه سر کې يو ګرد ډېسک موجود وي او په بل سر کې یې بيا غوږکۍ يا ګوشکۍ موجودې وي، دواړه د یو لين په واسطه سره وصل دي، ډاکټر ګرد ډېسک د نارینه د بدن په يوه ځای وراېږدي او غوږکۍ خپل غوږ کې بسته کوي.
ستېتېسکوپ څه په درد خوري؟
ستېتېسکوپ د خپل ساده والي هخوا د ډاکټر کار آسانه کوونکی يوه ډېره مهمه اله ده، ددې الې په واسطه ډاکټر د انسان د بدن دداخلي غړو د کار غږ اوري، ستېتېسکوپ د بدن د داخلي غړو غږ اوچتوي او ددې قابل یې کوي چې ډاکټر یې واوري، ددې غږونو اورېدل د ډاکتر سره مرسته کوي چې د ناروغ ناروغي په سم ډول تشخيص کړي او ویې پیژني.
د ستېتېسکوپ د يو سر ګرد ډېسک دوه برخې لري يوه يې سطحي برخه د سر او بله يې دننۍ برخه ده، لومړۍ سطحي برخه یې کولی شي ډېر ټيټ غږونه تثبيت کړي او دوهم دننۍ لوبه برخه بيا د لوړ فرېکانس لرونکي غږونه تثبيت کوي.
ددې لپاره چې د ناروغ د وینې فشار وګورئ نو د ناروغ د بدن په مناسب ځای دا څو ځايه کېدی شي خو په عموم د مټ او لاس منځ چې څنګل راځي په نښه کېږي، دلته د ستېتېسکوپ تر ایښودلو وروسته او تړلو وروسته تر ۲۰۰ پورې هوا ورکول کېږي وروسته کله چې دا هوا خالي کېږي نو لومړی غږ کې واورېدل شي دا لوړ او وروستی غږ چې واورېدل شي دا کوچنی فشار دی، لومړی بايد ۱۲۰ او دوهم بايد ۸۰ وي.
ستېتېسکوپ په لومړي ځل په ۱۸۱۶ م کال کې د يوه فرانسوي ډاکټر له لوري ايجاد شو، د Theophile Hyacinthe Laënnec په نامه ډاکتر وروسته له هغه دا اله ايجاد کړه کله چې ده يوې ناروغې مراجعه وکړه، دا ناروغه مېرمن په اصل کې تراوسه ځوانه وه خو په سينه کې يې د سخت تنګښت څخه شکایت درلود، دې ويل چې داسې فکر کوي چې په سينه کې بندي شوې ده.
نوموړي ډاکټر وروسته له هغه ستېتېسکوپ کشف کړ، ده لومړی د معمولي او اوليه الو په کارولو د مېرمنې د زړه غږ واورېد او وروسته وروسته بيا دا اله په یوه پرمختللي ستېتېسکوپ بدله شوه.
نن سبا د زړه د ناروغيو د وينې د لوړ فشار او سږو د ناروغيو په تشخيص کې ستېتېسکوپ يو ستر او مرکزي رول لري، هم يې بيه ډېره کمه او هم ورڅخه استفاده اسانه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.