The news is by your side.

“حکومت سره د بندیانو پر سر نورې خبرې نه کوو”

خبریال وېب پاڼه/د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په کابل کې به یې د بندیانو د خوشي کولو لپاره پلاوی نور له دولت سره د بندیانو پر خوشي کولو خبرې و نه کړي.

د طالب اورپکو ویاند داسې مهال له حکومت سره د بندیانو پر سر د خوشي کولو لپاره د ځانګړي شوي پلاوي د مذاکراتي پرېکون خبره کوي چې تېره ورځ حکومت لخوا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره غوره شوي یوه پلاوي عبدالمتین بیک وویل چې هغه طالبان به خوشي نه کړي چې په لویو جنایتونو د لویو بریدونو په ترسره کولو کې لاس لري.

ټاکل شوې وه د طالب اورپکو له راغلي دری کسیز پلاوي سره د دغې وسلوالې ډلې د هغو بندیانو د خوشي کولو پر سر تخنیکي خبرې وشي چې پتېیل شوې وه په نیږدې څو ورځو کې خوشي شي.

د افغان کشالې د حل لپاره له تېرو څو کلونو را هیسې په کور د ننه، سیمه او نړۍ کې هڅې روانې دي، چې تېره میاشت په دوحه کې د امریکا او طالب مشرانو تر منځ لومړنۍ توافقنامه لاسلیک شوه. د دغې هوکړه لیک پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو استازو ګډون درلود. د هوکړه لیک یوه برخه د دولت د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د طالب اورپکو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کول راغلي وو چې افغان ولسمشر هم په مشرط ډول دا شرط ومانه خو زیاته یې کړه چې طالبان به په خپل تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي. د امریکا او وسلوالو طالبانو په هوکړه کې یو بنسټیز ټکی له افغان دولت سره د طالبانو مخامخ خبرې وې.

په قطر کې دطالبانو د دفتر ویاند وایي چې افغان حکومت په یوه او بله بهانه د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر ځنډوي. د نوموړي په وینا د شوې هوکړې له مخې باید حکومت د بندیانو د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي، خو په خبره یې تر اوسه حکومت په خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

حکومت د هغو ۱۵ بندیانو د خوشي کولو غوښتنه رد کړې ده چې د لویو بریدونو په پلان او ترسره کولو کې لاس لري خو طالب اورپکي د همدې بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي او اوس له حکومت سره په دې برخه کې د مذاکراتو ځنډول هم د یو فشار په توګه کاروي.

شاهین زیاتوي چې نور به د دوی تخنیکي مرکچي پلاوی په هغو غونډو کې برخه وا نه خلي چې په وینا یې بې پایلې وي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا د نړیوال آفت سربېره دغې وسلوالې ډلې خپو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی او د حکومت او نړیوالو د وار وار اوربند غوښتنې وړاندیزونو ته یې هرکلی ویلی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance