The news is by your side.

په ځوانانو کې د زړه د حملې سببونه

خبريال وېبپاڼه/ د زړه د حملې په هکله کم معلومات ددې سبب کېږي چې ځوانان بې پروايي وکړي او په پای کې ددې بې پروايی سخت قيمت ادا کړي، د زړه حمله داسې روغتيايي ستونزه ده چې تلافي یې ډېر کم امکان لري.

په دې ليکنه کې د هغه کارونو او سببونو په هکله درته په ساده ژبه مالومات درکوو چې د زړه د حملې سبب کېږي.

د زړه د حملې په مېکانيزم پوهېدل ډېر اړين دي، لومړی بايد په دې باندې پوه شو چې د زړه حمله د زړه د عضلاتو او رګونو د ناروغۍ له کبله رامنځته کېژي، له دې وروسته دا پوهېدل اړين دي چې‌د زړه عضلات او د رګونه ولې څه ډول روغتيايي ستونزې پيدا کوي.

رګونه د بېلابېلو سببونو له کبله زيانمن کېږي، خو عامه ستونزه پکې داده چې رګونه بندېږي، د رګونو بندېدل يانې د وينې د جريان بندېدل دا يانې ستاسې‌ بدن ته اوکسيجن او نور اړین مواد نه رسېدل.

نو کله چې رګونه بند شي اصلي ستونزه پيل کېږي، رګونه ولې بندېږي، دا بېلابېل سببونه لري چې ځینې یې له خوړو ځینې د انسان د ژوند له طرز سره تړاو لري.

د مثال په ډول که يو کس حرکت ونکړي که څه هم چې ځوان وي، نو وينه یې ټینګېږي، ټينګه وينه په رګونو کې په اسانۍ حرکت نشي کولی او ددې سبب کېږي چې اوکسيجن په کافي اندازه د بدن غړو او حجرو ته ونه رسېږي.

نو ددې لپاره یو ځوان يا نورمال بل کس حتمي ده چې د ورځې خامخا پياده تګ او کوم فزیکی کار وکړي، که چېرته يو کس هرڅومره ځوان وي خو ټوله ورځ کور ناست وي نو په اسانۍ د زړه له ستونزو سره مخ کېږي.

غيرې صحي خواړه د زړه د ناروغۍ لپاره يو ترټولو لوی سبب دی، هغه خواړه چې په غوړو کې سره شوی وی يا بسته بندي شوي تيار خواړه وی په زياته اندازه کولېسټرول او ناوړه غوړي لري د د وینې د رګونو د بندولو یو لوی او عام سبب دی.

له همدې کبله ځوانان او يا نور عام خلک باید دې ته پام وکړئ چې څه خوري او څه وخت یې خوري، تر ډېره بايد د غوښې چپسو او دې ډول خوړو ځان لرې وساتئ د ورځې حتما يا پياده تګ يا کوم فزيکي کار او يا هم تمرین او سپورټ وکړئ.

په دریم قدم کې د زړه د عضلې مستقيه ستونزه ده، پوهېږئ چې سټېرس فشار او دار هغه شيان دي چې ستاسې د زړه عضلات په مستقيم ډول ګواښي.

هغه کسان چې هر وخت خفه وي ورخطا وي د هغوي د زړه د عضلاتو د ناروغۍ احتمال ډېر زيات دی، دا ډول ناروغي بيا ترټولو سخته تداوي کېږي او ناروغ مجبور دی ټول عمر ډېر سخت پام وکړئ.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.