The news is by your side.

پر عامه پوهاوي ۲۷ ملیونه لګښت ناندریز شو

خبریال وېب پاڼه/د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې تر دې دمه یې د کرونا ویروس پر وړاندې په عامه پوهاوي باندې ۲۷ ملیونه افغانۍ لګولې دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې حکومت د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي لپاره یوه کمېټه جوړه کړه چې مشري یې خپل سلاکار وحید عمر ته ورکړه. دغې کمېټې ته ۷۷ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې. د څه د پاسه دریو اونیو په تېرېدو سره دغې کمېټې ۲۷ ملیونه افغانۍ لګولې دي.

ښاغلی عمر وویل چې اوس مهال په هېواد کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده او تر دې دمه دغې کمېټې ته له ځانګړې شوې بودیجې څخه ۲۷ ملیونه یې لګول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ډېری ولایتونو کې روغتیایي چارو ته د دولت لخوا د ځانګړې شوې بودیجې په نه رسېدلو سره په یادو شویو ولایتونو کې روغتیایي چارې ټکنۍ روانې دي او د ګڼو ناروغانو ژوند یې له ګواښ سره م کړی دی. هرات او کندهار هغه ولایتونه دي چې وار له مخې یې په دې برخه کې د روغتیا پالانو او اړوندو بنسټونو لخوا د ګیلو او نیوکو راپورنه ورکړل شوي دي.

د وحید عمر لخوا د ۲۷ ملیونرۍ لګښت خبره وروسته له هغه ناندیزه کېږي چې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شو او په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په خورا چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دي او تر اوسه ۴۲۳ کسان په دغې ناروغۍ اخته دي. تر ټولو لوړه شمېره په هرات او کابل کې ده چې هرات د ۲۵۷ او کابل د ۷۳ مثبتو پېښو شاهد دی.

ورپسې کندهار دی چې تر اوسه په کې ۲۲ پېښې ثبت شوې، بلخ په څلورمه لیکه کې دی چې ۱۱ مثبتې پېښې لري. تر دې وروسته د نیمروز په ګډون نورو ولایتونو کې تر لسو ښکته مثبتې پېښې ثبت شوې دي. نن د همدې ناروغۍ له امله یو کس په کابل او دوه نور په ننرهار کې مړه شوي دي. ننګرهار کې تازه د همدې دوو کسانو پېښې ثبت شوې وې او تر دې وړاندې یوه بله پېښه چې قرباني یې له امریکا څخه راغلی ؤ، د ولایتي چارواکو په وینا روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ؤ او په خپل کور کې قرنطین کړای شوی ؤ.

په ورته وخت کې د لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو بیو کې هم د پام وړ لوړ والی راغلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د نظر خاوندان او لیکوالان نیوکه کوي چې په عامه پوهاوي لګېدلې دومره لوړې پیسې د دولت ستره بې غوري ده او نه دی توانېدلی چې د کرونا پر وړاندې عامه پوهاوی او سپما سمه مدیریت کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance