The news is by your side.

په نړیوالو معیارونو سره د اسلم فاروقي د محاکمه کېدو غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ د بشري حقونو د څار بنسټ وايي افغان دولت ته ښه زمینه برابره شوې ده چې دا کس محاکمه او خپله پياوړتیا ښکاره کړي.

د افغانستان دولت باید د داعش ډلې یا خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي باندې مشهور دی د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو له مخې محاکمه کړي.

د بشري حقونو څارونکي بنسټ دې مطلب ته په کتو سره ویلي دي، چې افغان حکومت باید اسلم فاروقي له دې امله چې پر جنګي جنایتونو تورن دی د محکمې مېز ته هم راولي.

یاد سازمان ویلي دي چې اوس د افغانستان له پاره ښه زمینه برابره شوې چې ښکاره کړي چي پر جګړه اییزو جرمونو باندې تورن کسان د محاکمه کېدو ړتیا لري او همدارنګه به جکړه اییزو قربانیانو له پاره عدالت هم پلی شي.

د بشري حقونو څارونکي ټینګار کوي چې اوس مهال زرګونه تنه د بشري حقونو پر ضد د جنایتونو ترسره کولو له امله د افغانستان زندانونو کې شتون لري او دې هېواد تر اوسه پورې د بشري حقونو ضد کړنو باندې تورن کسان محاکمه کړي نه دي.

ملي امنیت ریات وايي، عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي باندې مشهور وو، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان برخې مشر وو له خپلو نولس تنو پلویانو سره یوځای نیول شوی دی.

وايي د اسلم فاروقي اعترافات به ژر خپاره کړي.

د داعش ډلې تر دې دمه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا کسان داسې مهال نیول کیږي چې همدا څو ورځې مخکې په کابل کې د افغان سیکهانو په ګوردواره وسله وال برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

د داعش ډلې ادعا وکړه چې دا برید دوی کړی دی.

داعش په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې پیدا شو او تر ټولو ډېر د ننګرهار د شینوارو په ولسوالۍ کې فعال و.

په همدې حال کې د امنیتي چارو شنونکي د داعش ډلې د مشر نیول د افغان امنیتي بنسټونو لپاره لویه لاسته راوړنه بولي او وايي چې په دې سره به دا ډله له ماتې سره مخ شي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او اوس‌مهال د دې هېواد ختیځ کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې حضور لري چې ډېر ژر به دغلته هم له‌منځه یوړل شي.

افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د دغې ډلې خلاف ډېر عملیات وکړل چې په پایله کې یې ګڼ غړي ووژل شول او سلګونه نور کسان افغان ځواکونو ته تسلیم شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance