The news is by your side.

د نیکمرغه خلکو هغه پنځه رازه چې چاته یې نه وایي!

خبريال وېبپاڼه/ نیکرغي داسې څه نه ده، چې د نورو لخوا مونږ ته راکړل شي. بلکه دا مونږ یو چې د خپل ژوند نیکمرغی لپاره باید پله پله لاړ شو، هلې ځلې وکړو، او هېڅ کله خپل شا ته ونه ګورو.

مونږ تاسې ته په دې لیکنه کې د نیکمرغه خلکو هغه رازونه ښودلي، چې هغوی پرې خپل ژوند هوسا او خوښي راوستې. دا رازونه په لاندې ډول دي:

۱ـ له نورو توقع نه درلودل:

هوښیاران وایي: که خپل ژوند کې بریالي کسان واوسئ، نو لومړی کار چې کوئ، هغه له نورو د تمې او توقع پرې کول دي.

دا د ښه ژوند یو مهم اصل ده، چې د دې په تمه ونه اوسو، ترڅو نور راشي زمونږ لاس نیوی وکړي.په پښو درېدل او د ځان لپاره د حتی ډېر واړه کار ترسره کول، د انسان په بدن کې خوښۍ احساس رامنځته کوي. نو کوښښ وکړئ، له نورو د هېڅ کار تمه ونه لرئ، دا تاسې یاستئ، چې خپل ځان به جوړوئ.

۲ـد خپل ژوند په شته شیانو شکر کول:

یو بریالی انسان تل د خپل ژوند د شته شیانو په قدر پوهېږي.هغه څه چې مو له لاس ورکړي، او یا د درلودلو هیله یې لرو، صرف په مجازي توګه دي. دا هغه څه دي، چې مونږ ورته لاس رسی نه لرو، نو تل یې په اړه فکر کوو.

زمونږ په مبارک دین کې هم د انسان شکرګزارئ په هکله ډېر ایتونه او حدیثونه راغلي. نو بېشکه چې ژوند کې هغه خلک نیکمرغه دی، چې خپل شته وو په ارزښت پوه شي.

۳ـ هغوی چې دوی ته ارزښت نه ورکوي، منډې ورپسې نه وهي:

انسان هغه وخت د خپل خان په ارزښت پوهېدی شي، چې له حده ډېر چاته ارزښت ورنه کړي. او یا هم هغوی ته چې مونږ ارزښت نه درکوي، شا یې پرېږدئ.

دا د ژوند اصول وګرځوئ، چې د هیچا لپاره خپل احساسات تر پښو لاندې نه کړئ. یو داسې ژوند کول غوره کړئ، چې تر هر څه دمخه ځان ته لمړیتوب ورکړئ.

ځکه دا تاسې یاستئ، چې په خپلو احساساتو پوهېږئ.که د نورو لپاره تر ځانه تېر شئ، نو له ځان سره به مو ظلم کړی وي.

۴ـ په دې پسې نه ګرځي، چې د خلکو د بدو کړنو جزا ورکړي:

مونږ په دې ټاکل شوي ژوند کې دومره وخت نه لرو، چې د نورو د بدیو په جزا پسې لاسونه بډوهو. نور په خپل حال پرېږدئو هغوی چې له تاسو سره یې بد وکړل ضرور به د خپل کارونو جزا ګوروي.

دا په یاد ولرئ، تاسې ښه وکړئ، که هیڅوک ستاسو د ښو په ارزښت پوه نه شول یو لوی او مهربانه ذات شته، چې هر څه وینی.

 

۵ـ په خپلې موخې پسې ځي،او هیچاته د خپلې موخې په اړه نه وایی:

زمونږ ټولنه کې داسې خلک ډېر دي، چې د نورو د پرمختګ مخه نیسي. تل مو د لارې خنډ ګرځي او منفي خبرې راته کوي.

نو ښه خبره دا ده، چې د خپلو موخو په اړه له نورو سره هېڅ کله بحث ونه کړو. که هر څومره خوږ ملګری مو وي، خو دا په یاد ولرئ، چې تاسې د هغه باطن څخه خبر نه یاست.

لیکنه: مریم صدیقي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.