ښه خبر! نړۍ وال افغانستان ته د کرونا واکسین ورکوي
خبریال وېبپاڼه – د روغتیا نړۍ وال سازمان اعلان وکړ چې افغانستان ته به د کرونا ضد واکسین ۳ میلیونه ۲۴ زره ډوزه ورکړي.
دا به د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون اسټرا زېنېکا واکسین وي چې تر دم ګړیه په نړۍ واله کچه ښه ثابت شوی دی.
دا خبره ډبلیو ایچ او په خپل تازه یوه راپور کې کړې ده چې پر خپله وېبپاڼه یې خپور کړی دی.
نړۍ وال په دې باور دي چې د کرونا وبا د مخنیوي په موخه یوازینۍ لار داده چې د نړۍ هر وګړی واکسین شي؛ په دې کې مالداره هیوادونه مجبور دي چې له غریبو هیوادونو سره د واکسیم مرسته وکړي.
دا واکسین افغانستان ته د کوواس پروګرام له مخې ورکول کېږي؛ هم داراز د افغانستان په ګاونډ کې تر پ،رونو لاندي پوروړي هیواد پاکستان ته هم د همدغه پورګرام له مخې نړۍ واله ټولنه واکسین ورکوي چې شمېر یې ۱۷ میلیونه ډوزه ښودل شوی دی.
په کور دننه او بهر پر افغان حکومت نېوکې کېږي چې د کرونا وبا په نټرول او له دغه وایرس سره یې نامسلکي چلند کړی او تر دې وړاندي د وبا د مخنیويپه موخه افغانستان ته ورکړل شویو مرستو کې پراخ فساد شوی دی.
په افغانستان کې لا هم د کرونا وبا څخه دمرګ او میر په تړاو شرم موجود دی او اکثره وکړي د کرونا څخه مړشویو کسانو ته یا د زړه د حملې او یا هم د ورپېښي ناروغينوم ورکوي؛ دا علت دی چې نړۍ واله ټولنې لپاره د افغانستان سره د کرونا په تړاو ډېريمرستې ونه شوې.
تر دم ګړیه په افغانستان کې دونیم زره کسان کرونا وایرس وژلياو پنځه پنځوس زره مثبتې پېښي ثبت شوې دي.
ها خوا په ګاونډي په ګاونډي پاکستان کې بیا د کرونا وایرس نېژدې نیم میلیون مثبتې پېښي ثبت شوې او شاوخوا ۶۰ زره کسان دې وایرس وژلي دي.
که څه هم په افغانستان کې لا د کرونا وایرس د واکسین لړۍ نه ده پیل شوې خو ګاونډي پاکستان د چین د حکومتيواکسین مرسته تر لاسه کړې او نن ورکې د کرونا وایرس ضد واکسین لړۍ پیل شوه.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.