The news is by your side.

د کورونا واکسين او پوځ په هکله د ولسمشر له خطره ډکه پرېکړه!

خبريال وېبپاڼه؛ افغانستان نن د فبرورۍ په ۷مه د کورونا ويروس واکسین ترلاسه کړ، دا واکسین د هند هېواد له لوري افغانستان ته را واستول شو او تمه ده چې سمدلاسه په طبقاتي ډول په هېواد کې واکسين کول پيل شي.

که څه هم چې په نړۍ کې د کورونا ويروس واکسین کم دی او هر هېواد هڅه کوي چې زیات واکسين ترلاسه کړي خو په داسې وخت کې د هند له لوري د افغانستان سره د واکسين مرستې ډېری افغانان سخت خوشحاله کړي دي.

ددې خوشحالۍ ترڅنګ ځینې پوښتنې موجودې دي چې رڼا کول او ځوابول يې موجودې اندېښنې له منځه وړلای شي.

لومړی، د هند له لوري تولید شوی واکسین تراوسه د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري نه دی تاييد شوی، دا ډول یو واکسین کارول به څومره ډاډمن وي؟ ددې ترڅنګ د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادونو او یا بنسټونو له لوري هم تراوسه د هند له لوري د جوړ شوي واکسين ارزونه نه ده شوې.

خو له دې هم ور هاخوا د اندېښنې وړ ترټولو لویه مسله داده چې ويل کېږي ولسمشر غني غواړي لومړی دا واکسین د پوځ عسکرو ته ورکړي، دا هغه څه دي چې د افغانانو سره یې واقعاً اندېښنه پيدا کړې ده.

د افغانستان پوځ ته داسې يو واکسين ورکول چې هغه نه يوازې د روغتيا نړيوال سازمان نه وي تاييد کړی بلکې بل هم کوم پرمختللي هېواد او يا ستر روغتيايي بنسټ نه دی تایید کړی، لوی او خطر او رېسک دی.

پکار ده د ملت د باور او ډاډ لپاره دا واکسین لومړی ولسمشر غني پسې يې مېرمنې رولا غني د هغه څخه وروسته دده معاونينو ته او ورپسې نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو باندې تطبيق شي، له هغه وروسته بيا که ددې واکسين هېڅ ډول جانبي عوارض ونه لیدل شوي کېدی شي پوځ او عامو خلکو ته هم ورکړل شي.

ددې ټولو خبرو په يوې بله خوا کې د افغان حکومت ځینې وياندویان او يا هم نېږدې کسان اخته دي او په ملت رشخند وهي او د ملت سره په جنګ دي، دوی خلکو ته پېغور ورکوي چې تاسې واکسین پیدا کړ مې پاتې اوس دا شو چې کوم ځای کې جوړ دی کوم چا تاييد کړی، دوی په دې نه شرمېږي چې هېواد یې د فساد او بې کفایتۍ له کبله په فقر کې لومړی نمبر کړ په فساد کې لومړي نمبر دي اوس تازه مستبد هم اعلان شول او راځي د خپلو کړنو د پايلو پېغور خلکو ته ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance