The news is by your side.

پنټاګون: د افغانستان وضعیت له نږدې څاري

خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان روان تاوتریحوالي په کور دننه اندېښنو سره سره د امریکا اندېښنې هم پارولې او ویلي يې دي چې روان تاوتریخوالی ورته د منلو وړ نه دی.

تازه د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان وضعیت له نژدې څارې چي اوسنی تاوتریخوالی ورته د منلو وړ نه دی او ویلي يې دي چې د جګړو اوسنۍ کچه ورته د منلو وړ نه ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسیدلی چې دا موضوع د جدي اندېښنې وړ ده تر دې وړاندې هم امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان د اوسني حالت په هکله اندېښنې څرګندې کړې وې.

د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره تمې وې چې افغان جګړه به لږ کراره سي خو لاهم د هیڅ نتیجې په ورکولو سره د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی ادامه لري او سولې ته یې کومه لیوالتیا نه ده ښودلې.

د یوه بل راپور له مخې چې خبریال ویبپاڼې خپور کړی چې وسلوال طالبان بیرته خپلو سنګرونو ته تللی او د یوې نوې جګړې تیاری نیسي د دې راپور پر مټ ویلي سوي چې دوی په دې هڅه کې دي ترڅو په خپلو لیکو کې هغه ناراضي او خفه طالبان هم پخلا کړي ترڅو ورسره په جګړه کې اوږه پر اوږه ودریږي.

اندېښنې او جګړه

دا چې په افغانستان کې د ژمي موسم په وتلو او پسرلی په راتللو دی یوځل بیا په دې هېواد کې د جګړې ډګر لکه بل هر کال تودیږي او خلک ورته خورا په اندېښنه کې دي دوی وايي کچیري دواړه لوري کوم تفاهم ته و نه رسیږي نو حالات به زیات خراب سي.

که څه هم په روان ژمي کې هم نا امنۍ و نه دریدې او هره  ورځ د پلازمینې په ګډون بمې چاودنې او هدفي وژنې ترسره کیږي خلک لاهم اندېښنه لري.

بین لافغاني مذاکرات

که څه هم طالب پلاوو، او افغان دولت لوري لومړنۍ ناستې وکړې شل ورځې رخصي رامنځ ته سوه خو له هغو ورځو را په دې خوا د سولې دا خبرې په ټپه ولاړې دي او هیڅ نتیجه يې نه ده ورکړې د طالبانو پلاوی په سیمه ییزو سفرونو بوخت دي او افغان دولت ورته انتظار دي تراوسه د سولې په خبرو کې د هیڅ یوه پرمختګ خبر نه دی ورکول سوی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance