The news is by your side.

مالیې وزارت د لوړ پوړو دولتي مأمورینو معاشات کموي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د مالیې وزارت وایي په پام کې لري چې د لوړ رتبه مأمورینو په معاشاتو کې کموالی را ولي او راتلونکی 1400 کال د ښوونکو او ټیټ پوړو مآمورینو معاشاتو کې یو اندازه زیاتوالی راولي.

د مالیې سرپرست وزیر خالد پاینده په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې د کورنیو سلاکارانو شمېر او ارانو معاشات ارزوي او په پام کې ده چې د دې د کار پلي کېدو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیالانو او کابیني د غړو په معاشاتو کې کموالی راولي.

ولسي جرګې چې تر دا مهاله یې د 1400 کال مالي بودجه نه ده تصویب کړې، د مالیې وزارت له دې اقدام ملاتړ کوي او وایي د وزارت له هر هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د ټیټ پوړو مأمورینو معاشات لوړوي.

د ولسي جرګې مالیي او بودجې کمېسیون وایي دا ښه خبره ده چې د ولسمشر، مرستیالانو یې، د کابیني د غړو او نورو لوړ پوړو دولتي مأمورینو معاشات کمیږي او د ښوونکو، ملکي مأمورینو او امنیتي ځواکونه معاشات لوړیږي.

مالیې وزارت هم داسې مهال دا نوې پرېکړه اعلانوي چې لا هم د ولسي جرګې له لوري د 1400 کال مالي بودجه نه ده تصویب شوې.

تر دې وړاندې ولسي جرګې مالي بودجه دوه ځلې رد کړې او د بودجې دریمه طرحه هم د یو شمېر وکیلانو له نیوکو سره مخ شوې چې لا یې برخلیک نه دی معلوم.

مالیې وزارت داسې مهال د ښوونکو او ټیټ پوړو چارواکو د معاشاتو د لوړولو پرېکړه کوي، چې ښوونکي او ټیټ پوړي مأمورین شکایت کوي چې میاشتنی معاش یې د ورځني ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

افغانستان به نړۍ کې یوازنی هېواد وي چې د ښوونځي د ښوونکو معاشونه یې کم دي.

حکومت په تېرو کلونو کې هم بار بار د ښوونکو د معاشاتو د لوړولو او ورسره د نورو مرستو خبره کړې وه خو یوازې په یو شمېر ولایتونو کې یې ښوونکو ته ځمکې ووېشلې خو تر اوسه یې د دوی په معاشاتو کې هېڅ ډېروالی نه دی راوړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.