The news is by your side.

طالبانو د کورنۍ جګړې اړوند خپل دریځ بيان کړ

خبريال وېبپاڼه؛ په داسې حال کې چې طالبان په تمه دي بهرني ځواکونه په پوره ډول افغانستان ترک کړي ورسره دا اندیښنې هم زياتې شوې دي چې که په ريښتيا سره بهرني ځواکونه افغانستان ترک کړي کېدی شي په افغانستان کې جګړه ښارونو ته سرایت وکړي او یوه کورنۍ جګړه پيل شي.

په دې هکله د طالبانو وياند هم تېره شپه د افغانستان د یوه خصوصي تلويزيون سره پخپله مرکه کې مهمې څرګندونې وکړې.

ذبيح الله مجاهد په دې تړاو اندېښنو ته وويل چې کورنۍ جګړه په بهرني ملاتړ ممکنه ده، د مجاهد په خبره که په هېواد کې د نورو له لوري بهرنی ملاتړ نه وي نو کورنۍ جګړه نه رامنځته کېږي، د مجاهد له دې خبرې شننوکو دا مطلب اخیستی دی چې طالبان په دې قناعت دي که چېرې د افغان حکومت په خوا کې د موجودو کړيو او د افغان حکومت سره د بهرنیانو مرستې نه وي نو دوی مجبور دي چې د طالبانو سره په ډېر انعطاف سوله وکړي، یانې طالبان وايي که نور هېوادونه ملاتړ ونکړي افغان حکومت په ځان کې د جګړې تاب نه ويني او حتماً ددوی ټولې غوښتنې مني.

پوهان وايي چې د طالبانو دا څرګندونه په دې مانا ده چې که ددوی خبره ونه منل شي او بهرني ځواکونه ووزي نو دوی د داخلي جګړې نیت لري.

د بلې خوا بيا ذبيح الله مجاهد په دې مرکه کې په رسمي ډول د داخلي جګړې د نه پېښېدو په هکله وويل چې دوی دا تضمين نشي کولی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به داخلي جګړه نه کېږي، ده زياته کړه چې که د سولې لپاره څوک په ريښتيا اخلاص او صاف نیت لري نو کورنۍ جګړه نه رامنځته کېږي.

د حالاتو شننوکي وايي چې طالبان پخپلو غوښتونو افراطي تاکيد کوي او که ددوي غوښتنې ونه منل شي نو د کورنۍ جګړې احتمال زيات دی.

د شنونکو په خبره چې د طالبانو لپاره مذاکرات دادي چې راشي او د افغان حکومت څخه يو څه وغواړي که افغان حکومت یې ومني نو ښه او ته ښه، که يې ونه مني نو طالبان جګړه پیل کوي.

د افغانستان او نړۍ د حالاتو ماهرين وايي چې افغانستان په يو بد حالت کې قرار لري، طالبان انعطاف نه ښيي او افغان حکومت هم تل تر تله د بهرنیو شتون د ځان سره نشي درلودلای، ددې ترڅنګ افغان حکومت چې حاکمو چارواکو د افغانستان د امینتي ځواکونو او هېواد لپاره هېڅ ډول بنسټيز کار نه دی کړی چې پخپلو پښو ودرېږي بلکې خپل وخت يې فساد او خپل حرص پوره کولو ته ورکړی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.