The news is by your side.

خامنه اي؛ په کارټوني فلمونو کې دې نجونو ته لوپټې ورپه سر شي

خبريال وېبپاڼه- د ايران مذهبي مشر ايت علي خامنه اي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې په کارټوني فلمونو کې هم بايد هغه څېرې چې ښځې او نجونې تمثيل کوي بايد ټيکری(لوپټه) ولري.

خامنه اي وروسته له هغه دا ډول نظر ورکړ کله چې له ده څخه په دې اړوند په ټېلېګرام کې پوښتنه وشوه، يوه ګډونوال د خامنه اي څخه وپوښتل چې ايا په کارټوني فلمونو کې د نجونو او ښځو بې لوپټې ليدل روا دي، خامنه اي يې په ځواب کې وروسته وويل چې پکار ده په دې ډول فلمونو کې هم هغه څېرو ته چې د ښځو رول کوي لوپټې ور په سر شي.

خامنه چې يو اتيا کاله عمر لري پخپلو خبرو کې زياته کړه چې که په کارټوني فلمونو کې هم دا ډول کار وسي او نجونو ته لوپټې ور په سر شي نو دا به د لوپټې په عام کېدو کې د پام وړ مرسته وکړي.

ايرانيانو په ټولنيزو رسنيو کې د خامنه اي په دې څرګندونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي، ډېری ایرانیانو د خامنه اي په دې پرېکړه او نظر خندلي دي او هغه يې د يوه کنده ذهنيت تولید بللی دی، ځينو ان بيا خامنه اي ته له دې کبله ډیر ناوړه الفاظ کارولي دي.

خو ډېر محدود شمېر خلکو چې ډېری یې د ایران دننه ژوند کوي د خامنه اي دا پرېکړه ښه پرېکړه بللې ده او دا يې د حجاب او يا هم لوپټې په عام کېدو کې موثر نظر بللی دی.

له دې څخه وړاندې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د ايران همدې مذهبي مشر فتوا ورکړه چې په ايران به نور ښځې نشي کولي په بايسکل سورې شي او بایسکل وچلوي، دې پرېکړې ډېر جدي غبرګونونه راوپارولي و او خلک ورته په غوسه شوي و.

په ۱۹۷۹ م کال کې چې ايراني ښځو د فوټبال د لوبو د سيل لپاره د لوبو میدانونو ته تللو حق له لاسه ورکړی و بېرته په ۲۰۱۹ م کال کې د خامنه اي په فتوا ترلاسه کړ، خامنه اي په ۲۰۱۹ م کال کې فتوا ورکړه چې نور نجونې کولی شي د فوټبال د لوبو ميدانونو ته نندارې ته ولاړې شي.

په ۱۹۷۹ م کال کې چې په ایران کې اسلامي انقلاب پيل سو او ددې هېواد چارې د ډیموکراتيکو مشرانو څخه مذهبي مشرانو ته ولوېدې او د ایران اسلامي جمهوریت جوړ شو د لوپټې په سر کول جبري شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.