The news is by your side.

چين د امريکايي ډيپلوماټانو څخه بې باکه کورونا ټېسټ غوښتی دی

خبريال ویبپاڼه- د امريکا حکومت د چينايی چارواکو له لوري د خپلو ديپلوماتانو غیرې انساني کويډ ۱۹ ازموينه غندلې ده، د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې د چين حکومت د څو امريکايي ډيپلوماټانو د کورونا ويروس ازموينه د معقد له لارې ترسره کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزرات له لوري د چين په دې کار باندې رسمي اعتراض وشو، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وروسته په یوه خبرپاڼه کې وويل چې د چين حکومتي چارواکو دوي ته ويلي دي چې دا چاره به دوام ونکړي او د کومو کسانو چې دا ډول ازموينه هم شوې ده په غلطۍ باندې شوې.

ددې ډول ازموینې په هکله لومړی امريکايي اخبار واشنګټن پوسټ خبر ورکړ چې وروسته بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا تایيد کړه چې د چينايي چارواکو له لوري ددوی د ډيپلوماتانو څخه په دې ډول د کورونا ويروس ازموينه اخيستل شوې ده، خو د بهرنيو چارو وزارت پخپله خبرپاڼه کې زيات کړي و چې چين نور له دې ډول ازموینې په شاه شوي دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ډېری امریکایي ډیپلوماټانو د چين د حکومت ددې ډول يوې ازموينې مخالفت کړی و او وروسته د اعتراض په شکل ددې هېواد بهرنیو چارو وزرات ته ورغلي و.

د چين د حکومت د بهرنیو چارو له وزارت څخه بيا يوې سرچينې دا خبر رد کړی دی او ويلي يې دي چې د چين حکومت د هېڅ کوم امريکايي ډيپلوماټ نه دا ډول کومه ازموينه نه ده غوښتې.

دا لومړی ځل دی چې په چين کې د کورونا ويروس ټېسټ يا ازموینه ددې ډول لارې او طريقې څخه غوښتل کېږي په نوره نړۍ کې د کورونا ويروس عمومي ټېسټ د خولې لارو له لارې ترسره کېږي.

صرف په چين کې ددې ډول يو ټېسټ يا آزموینې خبر ورکړل شوی و خو پخپله د چين حکومت دا ډول ټېسټ کول ردوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance