پېښور کې د يوه لوړ رتبه طالب چارواکي ترور
خبريال وېبپاڼه- په پېښور کې د لغمان ولايت لپاره د طالبانو والي په یوه برید کې په نښه شوی او له منځه تللی دی.
عبدالهادي پشه ی وال چې د طالبانو له لوري د لغمان لپاره د والي په توګه ګومارل شوی و د پیښور په چارسده روډ د بخشو پل په سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.
په پیښور کې د ځینې طالب چارواکو هدفي وژنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې پاکستان په دې وروستيو کې د نړۍ او امریکا د متحده ايالاتو له زیات فشار سره مخ دی.
پاکستان چې همدا اوس د يوې خوا د چين او نورو نړيوالو بنسټونو او ځینې هېوادونو په پور کې ډوب دی د نړيوالو ادارو له بنديزونو سره هم مخ دی.
په سيمه کې د پاکستان د وضعيت څېرندویان وايي چې پاکستان د تاریخ بدې شپې ورځې تیروي او په ډېر سخت حالت کې د هر لوري راګير شوی دی له همدې کبله غواړي چې ځان د امریکا د نوي حکومت سره نېږدې کړي او په دې پروسه کې ځان د تروريزم په وړاندې د مبارزې په صف کې د امريکا سره يو ځاي وښايي.
د کوټې څخه يوې سرچېنې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې د طالبانو والي د پاکستان استخباراتو په نښه کړ، له دې وړاندې هم خبريال وېبپاڼې په دې اړوند هم خبريال وېبپاڼې داسې شواهد خپاره کړي و چې په پاکستان کې به په ځینې طالب قوماندانانو باندې فشارونه او بریدونه زیات شي، خو دا به هغه ډله طالب مشران او قوماندانان وي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو پلوي دي او غواړي د پاکستان له اسارت څخه ځان خلاص کړي.
په دې وروستيو کې ډېری طالب مشرانو ځانونه د پاکستان څخه ایستلي دي او له دې هېواد څخه فراري شوي دي، ځینې يې په افغانستان کې پټ دي او ځينې نورو بيا ايران ته ورمخه کړې ده.
يوه لويه ډله طالبان چې د ملا ګل اغا، صدر ابراهيم او ملا نعيم تر قومانده لاندې دي اوس هڅه کوي د پاکستان څخه نور طالبان د ځان خواته وروباسي، دا ډله چې د ايران له سخت ملاتړ څخه برخمنه او ايران ته وفاداره ده د پاکستان څخه د طالبانو په اېستلو باندې بوخته ده.
په پاکستان کې په طالبانو وروستي بریدونه ددې اټکل اسانه کوي چې په دې هېواد کې به نور د طالبانو ژوند له سخت کړاو سره مخ شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.