The news is by your side.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکیټ سیالۍ پیل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان کرکیټ بورډ اداره وايي، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکیټ پنځه ورځنۍ یا ازمایښتي سیالۍ نن سې شنبه د محتده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پيل شوه.

د لومړنۍ لوبې ټاس افغانستان ګټلی او توپوهنه به کوي، چې دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ او د افغانستان د ملي لوبډلې پنځمه رسمي ټسټ لوبه ده.

په تېرو څلورو ازمایښتي لوبو کې دوې افغانستان ګټلې وې او دوې نورې یې بایللې وې.

افغانستان په دې سیالۍ کې دریو نویو لوبغاړو؛ عبدالمالک، منیر احمد او عبدالواسع ته په پکې د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

دې لوبه کې د افغانستان له اړخه د اصغر افغان په مشرۍ یوولس کسیزه لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، منیر احمد، ظاهر خان، یامین احمدزی، امیر حمزه او عبدالواسع لوبېږي.

افغانستان او زمبابوې په روانه لوبلړۍ کې دوه ټسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي.

د دې لوبو د لړۍ دویمه دوره ازمایښتي لوبې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه پیلېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.