The news is by your side.

سمنګان کې یوه ځوان خپله خور او خواښې وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د سمنګان امنیتي سرچینې وايي چې د دې ولایت په مرکز کې یوه ځوان خپله خور او خواښې وژلي.

د سمنګان د امنیه قومنداني ویاند منیر رحیمي ویلي، چې دا پیښه پرون سې شنبه د دې ولایت د مرکز ایبک له ښار څخه اته کیلومتره لیرې د دره جندون په کلي کې رامنځته شوې ده.

رحیمي زیاته کړه، چې یاد ځوان خپله خور او خواښې په ډزو وژلي او خپله له سیمې تښتیدلی دی.

د هغه په ​​وینا، د وژنې علت او انګېزه تراوسه نه ده مشخص شوې او پولیسو د پېښې د عامل د نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

که څه هم ښايي د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی وي، خو د سمنګان د پولیسو ویاند وايي، چې تر اوسه څه قضاوت نه شي کولای او د عامل تر نیول کېدو وروسته به د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل په ګوته شي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

کورنۍ تاوتریخوالی بېلابېل ډولونه لري، چې د رامنځته کېدو عمده عوامل یې ناپوهي، بېکاري، فقر، بې وزلي او ناوړه رواجونه بلل کېږي.

په افغاني ټولن هکې د تاوتريخوالي د منځته راتلو د انګېزو او لاملونو څخه يو هم واک يا د مردسالارۍ نظريه ده چې نارینه ته دا حق ورکوي چې پرته له کوم دليله کار واخلي او په هېڅ صورت د مقابل طرف (ښځينه) خبرې ونه مني چې دا لاره د تاوتريخوالي په رامنځته کېدو کې پوره ونډه لري.

که څه هم حکومت هڅه کړې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم کړي، خو په دې برخه کې د میلیونونه ډالرو په لګولو سره سره بیا هم نه دی توانېدلی او په دې نوم بېلابېلې پروژې یوازې د نمایش په موخه عملي کېږي او له دې لارې شخصي جیبونه ډکېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance