The news is by your side.

کرونا له پرون راهیسې ۷۵ پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د کرونا ویروس دوهمې څپې پاکستاني چارواکي سخت اندېښمن کړي او اوس تازه تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ویروس له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی دی.

پاکستان کې د کرونا ویروس د څار اداره وايي، چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په دغه هېواد کې کرونا ویروس ۷۵ تنه وژلي او څه باندې دیارلس سوه تنه نور پرې اخته شوي دي.

یاده اداره وايي، چې په دې سره د کرونا له امله د مړه شویو کسانو شمېر دیارلس زره یو سل او درې تنه ته لوړ شوی او دغه شمېره ورځ تر بلې په لوړېدو ده.

تر دې مهاله په ټول پاکستان کط پنځه لکه درې اتیا زره درې سوه او اته اتیا تنه په کرونا ویروس اخته شوي، چې یو شمېر یې بېرته روغ شوي او شپاړس زره شپږ سوه او اته څلوېښت تنه لا هم پرې روږدي دي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د پاکستان پنجاب صوبه تر ټولو زیاته د کرونا له امله زیانمنه شوې او تر اوسه پکې پنځه زره څلور سوه او یو څلوېښت کسان مړه شوي دي، پسې په سند ایالت کې ۴۳۷۲، خیبرپښتونخوا کې ۲۰۹۲، بلوچستان کې ۲۰۰، اسلام اباد کې ۵۰۱ او همدا راز پاکستاني کشمېر کې ۵۰۱ تنه مړه شوي دي.

تر اوسه له چین پرته بل هېواد له پاکستان سره د کرونا ضد واکسین مرسته نه ده کړې او د چین لخوا مرسته شوی واکسین یې ډاکټرانو ته لګولی دی.

د پاکستان حکومت ویلي چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به عامو خلکو ته هم د دغه ویروس ضد واکسین لګولو لړۍ پيل کړي، خو تر اوسه ښکاره نه ده چې عامو وګړو ته به د دغه واکسین لګول پیل کړي او که نه، ځکه تر اوسه یې له کوم هېواده د واکسین اخیستو ژمنه نه ده ترلاسه کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance