د داعش اخطار؛ حکومت به پر کابل پوهنتون د برید طراح اعدام کړي؟
خبریال وېبپاڼه/ ستره محکمه وايي چې پر کابل پوهنتون د وروستي برید طراح باندې د اعدام حکم تایید شو او په لنډ وخت کې به پرې عملي شي.
د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم وايي، چې د عادل په نوم پر کابل پوهنتون د برید طراح په بګرام زندان کې د تروریستي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
قویم زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون د تروریستي حملې عامل او طراح عادل چې په ارش او طلحه مشهور و، مخکې اړوندې ابتداییه محکمې په اعدام محکوم کړی و. دا حکم اوس د استېناف محکمې له خوا تایید شو.
د سترې محکمې ویاند همدا راز وايي چې استېناف محکمې د عادل یو بل ملګری عبیدالله هم- چې په حماد مشهور و، په نورو تروریستي جرمونو کې د لاس لرلو له کبله په اعدام محکوم کړی دی.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې داعش ډلې پر کابل پوهنتون خونړی برید وکړ، چې دوه ویشت کسان یې شهیدان او تر څلوېښتو زیات یې ټپیان کړل.
تر دې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې داعش ډلې حکومت ته اخطار ورکړی و، چې که بندیان یې اعدام شول، نو په خونړیو بریدونو به لاس پورې کړي.
دا چې حکومت به په رښتیا پر کابل پوهنتون برید طراح اعدام کړي او که نه او یا داعش به د دغه کس د اعدامولو په صورت کې رښتیا خونړي بریدونه وکړي او که هسې له نامعلوم ادرسه اخطارونه ورکول کېږي، دا پرېکړه به وخت وکړي.
خو د حقوق پوهانو په نظر، حکومت ته پکار دا وه چې د دې ډول قضیو په افشا کولو کې یې پوره دقت کړی وای، ځکه که چېرې په رښتیا یاد کس اعدام کړي، نو ښايي داعش ډله او یا د دې ترهګر نور ملګري په ورته نورو پېښو لاس پورې کړي، چې دا به بیا وینه په وینه وینځل وي، ځکه د افغانستان شرایط دې ته برابر نه دي چې په عام محضر کې داسې خطرناک مجرم باندې د اعدام حکم تطبیق شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.