The news is by your side.

پکتیا, ښوونکي د کرونا مخنیوي لپاره عامه پوهاوی پیلوي

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي لپاره شل زره ښوونکي او زده کوونکي ګمارلو په خوا د کابل د ګرځبندیز تمدید.

پکتیا کې د پوهنې د برخې زرګونه استادان د کرونا د مخنیوي په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین ورکوي.

د پکتیا ولایتي چارواکي وایي په دغه ولایت کې د پوهنې د برخې ټولو مسؤولینو په رضاکاره ډول ملا تړلې چې د مرکز ګردېز په ګډون به په ټولو لرې پرتو سیمو کې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه عامه پوهاوي کمپاین پیل کړي.

په ورته وخت، بیا د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي هم له مرکزي حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې په دغه ولایت کې زیات شمېر کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او مرسته دې ورسره وشي.

پکتیا یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي، د دغه ولایت نهه تنه اوسیدونکي په دې ویروس اخته شوي.

له احتمالي خطرونو سره سره د پکتیا ولایتي چارواکي وایي په دې ولایت کې د کرونا ویروس مخنیوي په برخه کې یې پوره کار کړی او لا هم په دې برخه کې شپه او ورځ عملي ګامونه اخلي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست اړوندو ټولو ښوونکو او کارکوونکو ورسره ژمنه کړې چې د مرکز ګردېز په ګډون به په ټولو څوارلسو ولسوالیو او لرې پرتو کلیو کې د یاد ویروس نه د ځان ساتلو لپاره خلکو ته په رضاکارانه ډول عامه پوهاوی ورکوي.

په ورته مهال د پکتیا ولایتي شورا غړي بیا وایي په دې ولایت کې د قرنطین پر مهال زیاتې بې وزله کورنۍ شته او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي دوی له مرکزي حکومت او له نړیواله مرسته کونکو ادارو غواړي چې هر څه ژر دې دې ولایت ته خپلې مرسته ولیږي.

د پکتیا ولایتي مسؤولینو په خبره د عامه پوهاوي په برخه کې د پوهنې برخې کارمندان او ښوونکوو ته یې ویلي چې د ولسوالیو په ګډون په لرې پرتو کلیو کې د بې وزلو کورنیو لیستونه هم ترتیب او له ولایتي ادارې سره شریک کړي چې مرسته ورسره وکړي.

د پکتیا په مرکزي زندان کې طالب بندیانو د شورش جوړولو او فرار کوښښ کړی.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت وایی زندانیانو د محبس ساتونکي یو بلاک ته په دې پلمه ورغوښتي و چې هلته ګواکې کوم زنداني ناروغ دی خو د ساتونکو ورتګ سره سم زندانیان په ډلیزه توګه پر پولیسو راغلي چې په پایله کې د محبس دوه ساتونکي سخت ټپیان شوي دي.

د حسرت په خبره امنیتي قطعات پر وخت ساحې ته رسېدلي، اوس وضعیت تر بشپړ کنترول لاندې دی.

په همدې مهال، تېره ورځ د ولسمشر غني په هدایت او عامې روغتیا وزارت د غوښتنې پر اساس د میدان وردګو، کابل، لوګر، پروان او کاپیسا ولایتونو والیانو د یوه خبري کنفرانس پر مهال پرېکړه وکړه چې د کرونا ویروس د لا ښه مخنیوي لپاره د شپې له ۱۲ بجو وروسته، د ۱۵ ورځو لپاره د یادو ولایتونو ټولې مواصلاتي لارې او دروازې پوره قرنطین او نقلیه وسایلو ته به کابل او له کابل څخه یادو ولایتونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د یادې پرېکړې له مخې یوازې نظامي کتارونو، ناروغ لرونکو موټرونو او امبولانسونو، په خوراکي توکو او مېوو بار موټرونو او د دولتي او ساختماني ادارو هغه کارکوونکو او وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې د ګرځېدو اجازه نامه ور سره وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance