خلک: د کندهار له ملکي روغتونه ماشومان غلا او پلورل کېږي
خبریال وېبپاڼه/ د کندهار یو شمېر مدني فعالان او ځوانان ادعا کوي چې د دې ولایت د میرویس ملکي حوزوي روغتون څخه نوي زېږېدلي ماشومان غلا او بیا پلورل کېږي.
دوی خبریال وېبپانې ته وویل، چې د میروس حوزوي روغتون نسايي ولادي واټ د نویو زېږېدلو ماشومانو د غلا، پلور او پېر په مرکز بدل شوی او له همدې امله ډېری خلک د خپل ماشوم د ورکېدو له وېرې د اولاد د زېږون پر مهال خپلې مېرمنې شخصي روغتونونو ته بیايي.
مدني فعالان نیوکه کوي چې دوی څو څو ځله دغه ستونزه د عامې روغتیا له ریاست سره شریکه کړې، خو د هغوی لخوا ورته ویل کېږي، چې دوی ته د ولایت مقام لخوا د میرویس حوزوي روغتون په چارو کې د ېرې مداخلې اجازه نه ده ورکړل شوې او نه هم د یاد روغتون د پرسونل د تغییر او تبدیل صلاحیت لري.
مدني فعالانو او ځوانان ګواښ کوي چې که د دغې ستونزې مخه ونه نیول شي، دوی به د میرویس حوزوي روغتون دروازه وتړي او تر هغوی پورې به د فعالیت اجازه ورنه کړي، چې دغه ستونزه نه وي حل شوې.
هستي ګل چې د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، خبریال وېبپاڼې ته وايي، تېره میاشت یې د زوی یوازېنی نوی زیږیدلی هلک په روغتون کې د نامعلومو کسان لخوا وړل شوی دی .
د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی بیا له میرویس حوزوي روغتونه د ماشومانو د غلا کیسه داسې کوي:
(( وړمه ورځ مې خور په ماشوم ناروغه وه، خاوند یې زنګ راته وکړ، چې میرویس حوزوي روغتون ته مو ورسوله او خدای زوی ورکړ؛ خو وروسته بیا زنګ راغی او راته ویې ویل چې ماشوم ورک شو، پوښتنه مې ځنې وکړه، چې څنګه ورک شو؟ ویل ماشوم تر زېږېدو وروسته د واکسین خونې ته یوړل شو، د واکسین په بهانه له هغې خونې په مخه ورک شو.))
د میرویس حوزوي روغتون دننه یوې باوري سرچینې بیا د دغه روغتون د نسايي ولادي له واټ څخه د نویو زېږېدلو ماشومانو د ورکېدو موضوع مني او وايي، چې دغه چاره د یوې مشخصې کړۍ لخوا پرمخ وړل کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د ماشومانو د غلا او خرڅلاو یاده کړۍ نارینه ماشوم په یو لک افغانۍ او ښځینه هغه بیا په پنځوس زره افغانۍ پلوري او پیسې یې پخپلو کې سره وېشي.
د کندهار ښار اوسېدونکی او د ټولنیزو مسایلو کارپوه حمید هڅاند بیا وایي، له میرویس حوزوي روغتونه د ماشومانو غلا د جدي اندېښنې وړ موضوع ده او په خبره یې، دا پېښې ځکه رامنځته کېږي چې د زېږون په وخت پر ماشوم او مور باندې داسې څه نښه نه وي او نه یې بایومېټرک راجستر کېږي، ځکه نو له روغتونه په اسانه ایستل کېدای شي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست که څه هم دغه ستونزه مني، خو وايي چې تر اوسه په دې اړه د کومې کورنۍ لخوا ورته رسمي شکایت نه دی شوی.
د یاد ریاست رییس ډاکټر اشرف نادري خبریال وېبپاڼې ته وویل:(( د عامې روغتیا ریاست دروازه د ټولو خلکو پرمخ خلاصه ده، هر څوک کولای شي، په دې تړاو خپل رسمي شکایت له موږ سره ثبت کړي.))
له دولتي روغتونونو د نویو زېږېدلو ماشومانو د غلا موضوع نوې نه ده، تر دې وړاندې په ننګرهار، غزني، هرات او میدان وردګ ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.