The news is by your side.

افغان مېرمنو ته د ښاپېرۍ نغمې پیغام

خبریال وېبپاڼه/ د هېواد مطرح سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړی او افغان مېرمنو ته یې د دغې ورځې د مبارکي ترڅنګ د هغوی اتلولي ستایلې ده.

نغمې ویلي، چې د ښځو د نړۍوالې ورځې یا د مارچ د اتمې په مناسبت د نړۍ ټول مېرمنو او په ځانګړي ډول د افغانستان اتلو مېرمنو ته مبارکي وايي.

هغې د افغان مېرمنو قهرماني او شجاعت ستایلی دی او ویلي یې دي چې اوسنۍ هره افغان مېرمنه د ملالې، میوند او د رابعې مثال لري او په روغتیا، جګړې، ادب، سیاست، جګړه او بېلابېلو نورو برخو کې یې خپلې وړتیاوې ثابتې کړې دي.

نغمې ویلي:(( د ښځو په هکله چې څومره هم خبرې وکړو، بیا هم کمې دي. زما د هېواد غمځپلې، کونډې، بورې او بې وزلې ښځې خو بيا هم اتلې قهرمانې دي. د ننګ او غېرت نه ډکې ښځې لکه د غر غوندې کلکې پښتنې ميندې او خويندې لرو چې تاريخ په وياړي)).

نن دوشنبه د ښځو نړۍواله ورځ ده او دغه ورځ د نړۍ په اکثره هېوادونو کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې وسربېره پردې چې دغه ورځ نمانځل کېږي، د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره څومره چې لازمه ده هومره کار نه کېږي.

یوازې په مرکز او ولایتونو کې د مارچ د اتمې په مناسبت نمایشي غونډې جوړېږي او په تلمیحي الفاظو د ښځو ستاینه کېږي، نور افغان چارواکي د مېرمنو لپاره داسې پیغام نه لري چې د هغوی د ژوند د ښه والي سبب وګرځي، ځکه افغان مېرمنې دا مهال په سختو کړاوونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

زده کړو ته نه لاسرسی، کلتوري محدودیتونه، په بدو کې ورکول، طلاق، وهل ټکول، کورنی تاوتریخوالی او ګڼ نور موارد هغه څه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخامخ دي او د حکومت لخوا د اروپايي هېوادونو په مالي لګښت د ښځو د پیاوړتیا تش په نوم پروژې عملي کېږي.

خو افغان مېرمنو له دې هر څه سره سره له زده کړو او کار څخه مخه نه ده ګرځولې او بېلابېلو برخو کې یې خپلې وړتیاوې ثابتې کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.