The news is by your side.

د سولې نوې طرحه؛ د عبدالله د نرم دریځ علت څه دی؟

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې طرحه چې د زلمي خلیلزاد په لاس یې رالېږلې د ولسمشر محمداشرف غني او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو له مخالفت سره مخ شوه، خو د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې افغان حکومت او سیاسیون باید د سولې په برخه کې د امریکا بېړه درک کړي، پخپله پرېکړه وکړي او بهرنیان ملامت نه کړي.

عبدالله چې نن یې په کابل کې د مارشال فهیم د اووم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن له لوري ور رسېدلي لیک ته په اشارې وویل چې امریکا د افغان سولې په برخه کې بیړنۍ ده او سیاسیون باید دا موضوع درک کړي.

که څه هم عبدالله تر اوسه د یادې طرحې په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی، خو له خبرو یې داسې ښکاري چې له یادې طرحې سره موافق دی او ښايي د ده لپاره کومه ځانګړې ونډه پکې ځانګړې وي، هغه څه چې په خوله یې نه شي ویلای.

 هغه ویلي چې امریکا نور له افغان جګړې ستړې ده او نه یوازې دا چې په افغان جګړه کې یې له هڅو  قدرداني وشي، باید د افغانستان د برخلیک په اړه وړاندې شویو طرحو پر وړاندې یې دومره غبرګونه ونه ښوول شي، چې خبره د ټولو بدمرغیو پړه پر امریکا واچول شي.

عبدالله ویلي، چې افغانستان په یو حساس پړاو کې قرار لري، له یوه طرفه ټول سوله غواړي او له بلې خوا امریکا بېړه لري، چې دا وضعیت د افغان حکومت په کنټرول کې نه دی او باید یوه داسې پرېکړ وشي، چې د افغانانو هیلو او غوښتنو ته ځواب ووايي.

نوموړي پسې زیاته کړې ده چې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او سوله د ټولو خلکو بېړنۍ اړتیا ده، ځکه خو باید له هر ډول تېروتنې پرته د افغانستان د برخلیک په اړه یو جامع او د ولس له ارادې سره برابر تصمیم ونیول شي، تر څو نور جګړه ودرېږي.

که څه هم د سولې لپاره د امریکا د طرحې په اړه د عبدالله دریځ ګونګ دی، خو داسې ښکاري چې نوموړی له یادې طرحې سره موافق دی او سولې ته د ژر رسېدو په بهانه داسې ګوته څنډي چې باید حکومت امریکا ملامته نه کړي او طرحه ومني.

د سیاسي چارو د شنونکو په باور، عبدالله عبدالله ځکه د سولې په اړه د امریکا د نوې طرحې په اړه نرم دریځ غوره کړی، چې د یادې طرحې تر تطبیق وروسته د موقت حکومت د مشري خوبونه ویني او ښايي د پردې تر شا د امریکا لخوا ورته لږ و ډېره ژمنه هم ورکول شوې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance