The news is by your side.

په پنجاب کې د پاکستان پوځي الوتکه لوېدلې ده

خبریال وېب پاڼه/د پاکستان پوځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د په ګجرات کې یې د پوځ یوه جېټ الوتکه لوېدلې ده.

نن دوشنبې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۳ مه نېټه د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې د پنجاب ایالت په ګجرات سیمه کې د دوی د پوځ یوه جېټ الوتکه لوېدلې ده. د دغې پوځي الوتکې د غورځېدو لامل نه دی روښانه شوی خو دا په تېره یوه میاشت کې دویمه پوځي الوتکه ده چې را لوېږي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د یادې شوې الوتکې د را لوېدلو لپاره یې د ارزونې یوه کمېټه جوړه کړې ده او ډېر ژر به مالومه کړي چې ولې دا الوتکه را لوېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هم مهاله د پاکستان او هندي سرتېرو تر منځ په کشمیر کې اخ او ډب پیل شوی دی. د هند او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته کې دری کسان وژل شوي او تر ۱۳ شاوخوا پرې نور کسان تپیان شوي هم دي.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان له لوري څخه په توغول شویو مرمیو کې د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې دری ملکي وګړي وژل شوي دي. په ورته وخت کې پاکستان بیا په خپله خوا کې د ۱۳ ملکیانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د هند او پاکستان تر منځ روان اخ او ډب له تېرې شنبې ورځې را هیسې پیل شوی دی. دغه دوه هېوادونه وخت ناوخت یو د بل پر وړاندې د ټوپک ماشه را اړوي. تېر کال د هند تر ولکه لاندې پلوامه سیمه کې د هند پر پوځ د یوې ترهګرې ډلې لخوا چې پاکستان یې ملاتړ کوي، بمي چاودنه وشوه چې د هند لسګونه سرتېري یې ووژل. دغې برید د دواړو هېوادونو تر منځ حالات بیخي ترینګلي کړل.

د راپورونو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې د پاکستان پینځه پوځي الوتکې را نسکورې شوې دي، چې وروستۍ هغه یې همدا د پنجاب ایالت په ګجرات کې د را لوېدلې الوتکې پېښه ده. پاکستان په دې وروستیو کې له خورا بد حالت سره مخ دی چې یو پلو یې اقتصاد په ځوړ روان دی، بل پلو یې په نظامي برخه کې هم کرکېچ د زیاتېدو په حال کې دی.

په را لوېدلې الوتکه کې د پاکستان د پوځ دوه پیلوټان هم وژل شوي دي. د تېرې میاشتې په ۱۸ او ۲۳ مه نېټه هم د دغه هېواد د پوځ د روزنې دوې اولوتکې را نسکورې شوې وې. یوه بله الوتکه یې د تېرې کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه را لوېدلې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance