The news is by your side.

سیګار: که طالبان جګړه ونه دروي، بله ترهګریزه ډله به هم پیدا شي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، د افغان سولې خبرو اترو سربېره جګړې په شدت دوام موندلی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو بله وسله واله ډله به هم سر راپورته کړي.

یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د وسله والو طالبانو له لوري د جګړې دوام د دې لامل ګرځي، چې به وسله واله ډله له موقع استفاده وکړي او په سیمه کې سر راپورته کړي، چې دا به بیا نه د حکومت او نه د طالبانو په ګټه وي.

سیګار هیله ښودلې چې افغان حکومت او طالبان ژر تر ژره د سولې په برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي، تر څو د ملي بنسټونو د خوندیتوب ترڅنګ د فساد پر وړاندې مبارزه عملي بڼه واخلي.

سرچینې دغه راز د افغانستان د اوسني بد وضعیت په لاملونو هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې د جګړې او فساد ور هاخوا ځینې نورو مسایل هم شته چې افغانستان یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

سیګار نا امني، فساد، د سولې پروسې ناڅرګند برخلیک، د اقتصادي او ټولنیزې ودې کموالی، د نشه ‌يي توکو قاچاق، د ښځو حقونو ته ور پېښ ګواښ او نا سمه څارنه د افغانستان د اوسني بحراني وضعیت عوامل یاد کړي او هیله یې ښودلې چې په یادو برخو کې د امریکا او افغان حکومت ګډ کار نتیجه ورکړي.

 د سیګار په خبره، د یادو عواملو په افغانستان کې د امریکا ۱۴۳ میلیارده ډالر پانګونه له جدي ګواښ سره مخ کړې ده او هیڅ تضمین نشته چې د سولې خبرو د ناکامي له امله دغه پانګونه له منځه ولاړه نه شي.

 افغان دولت بیا وایي چې د ټولو بنسټونو د پیاوړي کېدو او د تېرو شل کلونو لاسته راوړنو د خوندیتوب لباره پلان لري او هیڅکله به په تېرو لاسته راوړنو معامله ونه شي.

د شنونکو په باور، د سولې پڅه پروسه، د سولې لپاره د امریکا د طرحې پر وړاندې د افغان چارواکو توند غبرګون او د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې تازه چمتووالی هغه لاملونه دي چې ښايي د دوحې تړون مات او افغانستان کې یو ځل بیا جګړه لا پسې زور واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance