The news is by your side.

انتوني بلينکن نن اشرف غني ته وروستی پیغام ورکړ

خبريال وېبپاڼه- افغانستان په یو حساس پړاو کې ځای لري، د حکومت او طالبانو هره پریکړه ددې هېواد په سرنوشت او راتلونکې باندې اغېزه لري، له همدې کبله دا پریکړې بايد په ډېر دقیق ډول وشي.

ولسمشر غني چې د سولې په جريان کې ځپل شوی ښکاري اوس ورڅخه د يوې پرېکړې تمه کیژي، پرېکړه حتمي ده خو دا چې څه ډول پرېکړه به کوي دا تراوسه صرف دده په علم کې ده.

نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ښکاره وويل چې که څه هم د افغانستان څخه دوی د خپلو وتلو غوڅه پرېکړه نه ده کړې چې دا وتل به د طالبانو سره د شوې توافقنامې په بنسټ عملي کېږي او که نه خو دا خبره يې واضح کړه چې د امريکا حکومت او ولسمشر جوبایډن په دې هکله خپله پرېکړه وروستۍ کړې ده چې د افغانستان جګړه بايد پای ته ورسېږي.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزير انتوني بلينکن له ليک او نني دريځ څخه په واضح ډول ښکاري چې امریکا په هر صورت کې په افغانستان کې نور نه غواړي په جګړه پانګونه وکړي.

دا هم یو ښکاره حقيقت دی چې د امريکا د پانګونې بغير به جګړه داسې بل ملاتړ کوونکی ونلري، د جګړې بل هر ملاتړ کوونکی به دا جګړه د ډلو په شکل حمايت کړي نه د حکومت، او هغه وخت چې د حکومت ملاتړ د ډلې غوندې وشي او د ډلې رول او صلاحیت ورکړل شي نو بيا ښکاره ده چې افغانستان د يوې بې مثاله تيارې سره مخ کېږي چې مسول به یې موجود حکمران او مخالفين وي.

لکه څنګه يې چې يادونه وشوه امريکا په هر صورت ددې جګړې پای ته رسونکې ده خو پکار داده چې افغانستان دننه هم ددې جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي قرباني ورکړل شي، په یو او بل نوم د سولې د پروسې مخالفت وشي.

د ننه داسې خلک چې هغه د خپل مقام لپاره د جګړې کمپاين کوي بايد فرصت ورنکړل شي، دا ډول خلک به په پای کې ولسمشر هم يوازې پرېږدي او د هېواد په سر به هم قمار ووهي.

کليوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance