The news is by your side.

په هېواد کې د رسنیو د کارکوونکو شمېر په کمېدو دی

خبریال وېبپاڼه/ د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وايي،  په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور له وېرې د رسنیو د کارکوونکو شمېر ورځ تر بلې په کمېدو دی.

یاد فدراسیون روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي چې په دې وروستیو کې د څو خبریالانو د په نښه کولو له امله د یو شمېر رسنیو مدیرانو د کارکوونکو ګمارنه بنده کړې ده.

دغه فدارسیون د یوه راپور له مخې ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښي دي او له هېواد بهر د وتلو په هڅه کړې دي.

د دې فدراسیون په راپور کې راغلي چې د سولې خبرو له پیل سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه ‌دی درول شوی او د مخامخ جګړې ترڅنګ هدفي وژنې لا هم روانې دي.

په راپور کې پر افغان حکومت غږ شی چې د خبریالانو ژوند ته پاملرنه وکړي، تر څو د بیان ازادي چې د حکومت شل کلنه مهمه لاسته راوړنه ده حد اقل ژوندۍ وساتل شي.

په ورته وخت کې خبریاله خدیجه محمدي وايي، هره ورځ خبریالان په مرګ ګواښل کېږي او دا د دې لامل ګرځي چې د هغوی روحیه کمزورې او خپله دنده پرېږدي، چې دا وضعیت نور د زغملو وړ نه دی.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د خبریالانو ډېری دوسیې څېړل شوې دي او ځینې د څېړلو په حال کې دی.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو قضیې نه دي څېړل شوې او په خبره یې ځینې قضیې چې اخلاقې وې دوی نه دي رسنیزې کړې.

 په وروستیو څو میاشتو کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي شهیدان شوي چې ۴ یې مېرمنې وې.

وروستۍ پېښه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وشوه، چې پکې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې شهیدان شوې.

حکومت نه یوازې تر اوسه د خبریالانو د وژلو عاملین نه دي په ګوته کړي بلکې هغه کسان چې د دوی په خبره، د خبریالانو د وژلو په قضیه کې یې لاس درلود او نیول شوي، تر اوسه سزا نه ده ورکړ شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance