The news is by your side.

نواز شریف وايي، د پاکستان بقا له جدي خطر سره مخ ده

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان پخوانی وزیر اعظم او د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف وايي، چې د دغه هېواد اوسني حکومت د خپل ناکام سیاست او نیمګړې اقتصادي تګلارې له امله د پاکستان بقا له جدي خطر سره مخ کړې ده.

 نوموړی خپلې لور ته ور پېښ شوي ګواښ سخت غوسه کړی او دا خبره یې هم د دغه ګواښ په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

 تېره ورځ په کراچۍ کې د شپې په مهال د مريم نواز د هوټل دروازه نامعلومه کسانو ماته کړې وه او هغې ته یې ګواښ کړی و، چې که له خپلې مبارزې لاس وانه خلي؛ نو ژوندۍ به پاتې نه شي.

 نواز شریف د دغه ګواښ په غبرګون کې ویلي، چې که مریم نواز ته څه ورپېښ شول؛ نو مسوولین به یې عمران خان، د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه او د ای ایس ای مشر وي، ځکه په خبره یې، اوسنی حکومت د بیان د ازادۍ مخه نیسي.

نوازشریف ویلي:(( د پاکستان جمهوري نظام او اخلاقيات د پښو لاندې کړی شوي دي په کراچۍ کې د شپې په مهال د مريم نواز د هوټل د کمرې دروازه ماته کړل شوې او اوس ورته ګواښ کيږي چې که هغه مبارزه پرېنږدي، نو وبه وژل شي.))

هغه دغه راز ویلي چې د پاکستان اوسني حکومت او په ځانګړي ډول عمران خان د یاد هېواد بقا له زیان سره مخ کړې او اوسنۍ چارې د یو نا اهله انسان په واک کې دي.

د نوموړي په خبره، د اوسني حکومت د ناکام سیاست او نیمګړې اقتصادي تګلارې له امله پاکستان په کړنګ ولاړ دی او ښايي ډېر ژر په بېلابېلو برخو کې د پولۍ ټک ته کېنول شي.

نواز شریف همدا راز، عمران خان ته په اشارې ویلي، چې د چارو مدیریت کول د هر چا د وس کار نه دی او نه هم د واک چلول اسانه دي، ځکه خو پاکستان نن ورځ په دې بد وضعیت کې قرار لري.

عمران خان او د پاکستان پوځ تر اوسه د نواز شریف د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان که څه هم دیموکراټ هېواد دی او حکومت یې د دیموکراسۍ د پلي کولو عوې کوي، خو هلته اوس هم د بیان له ازادي نیولې بیا تر نورو فعالیتونو له خطر سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.