د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د مرګ ورځ
خبریال ویبپاڼه/ نن د جمعیت ګوند د کنګرې د جوړیدلو پر مهال د دې ګوند د دوه قوماندانانو ترمنځ ډزې سوې چې یو شمېر کسانو پکښي مرګ ژوبله اوښتې.
د جمعیت ګوند د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي او لیري نه ده چې دا ګوند به پر څو خو پر کمزورو برخو وویشل سي.
په دې غونډه کې وروسته له هغه ډزې وسوې چې غونډه پيل او د کنګرۍ د ټاکلو پروسه پیل کیدله جمعیت اوس لا دوه ډلې سوی یوه ډله ادعا لري چې ګوند له میراثی کیدلو ژغوري او باید ټاکنې ترسره سي خو د صلاح الدین رباني پلویان دا کار غیري عدلانه بولي او مخنیوی یې کوي.
د عنایت الله شاداب په مشرۍ د جمعیت ګوند د یوې ډلې مسؤل ویلي چې د رباني وسلوالو د دوی د کنګرۍ پر لومړۍ غونډه وسلوال برید کړی او دا غونډه يې ګډه وډه کړې ده.
دوی دا نه دي ویلي چې په دې ډزو کې څومره کسان ژوبل او مړه سول خو یو شمېر راپورونه ښيې چې په دې ډزور کې شپږ کسان ژوبل سوي.
له ډزو وروسته اوس بیرته د دې ګوند د شاداب په مشرۍ ډلې د ګوند د کنګرۍ ټاکنې پیل کړې او ویلي يې دي چې خپل نوي مسؤلین به وټاکي.
تر دې وړاندې هم د دوی اختلافات موجود ول
د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم جمعیت او نور ګوندونو سخت وځپل شول، ولسمشر غني خپل سیاسي مخالفین یو په بل پسې له سیاسي ډګره څنډې ته کړل او میدان یې ځانته خالي کړ.
د جمعیت د رهبري شورا غړیو یو په بل پسې جلا ګوندونه او ډلې ځانته جوړې کړې، عبدالله عبدالله، نظار شورا او نورو جمعیتیانو د هیلې او بدلون، امرالله صالح د روند سبز، یونس قانوني د افغانستان نوین، احمدضیا مسعود د جبهه ملي، اسماعیل خان د شوار مجاهدین، احمدضیا مسعود د بنیاد احمدشاه مسعود په نوم ډلې جوړې کړې او جمعیت عطامحمد نور او صلاح الدین رباني ته پاتې شو.
اوس بیا تازه د دوی ترمنځ ډېر ژور اختلافات رامنځته شوي دي او ښايي چې نور همدا د جمعیت ګوند وروستۍ سلګۍ وي او بېخي پسې له منځه ولاړ شي، خو تر ټولو بده لا دا چې دوی د خپلو خلکو په خاطر اختلافات نه لري، د ملي ګټو په اړه د نظر اختلافات لري؛ د سولې په خبرو کې د واحد دریځ، د سیمه ییزې اجماع او همداشان راتلونکي نظام کې د یاد ګوند په دریځ نه جوړېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.