The news is by your side.

د مسکو د غونډې ګډې اعلاميې د طالبانو لاره لنډه کړه

خبريال ویبپاڼه- د ترويکا هیوادونو چې پکې امريکا، روسیه، چین او پاکستان راځي ګډه اعلاميه خپره کړې ده چې مهم ټکي يې موږ دلته ستاسې سره شريکوو.

د طالبانو د اسلامي امارت راتګ د منلو نه دی او راتګ او بيا رغېدنه یې نه غواړو، دغه هېوادونه په یوه خوله ويلي دي چې د طالبانو امارت په هېڅ ډول بيا نه مني او د راتګ ملاتړ یې نکوي.

د افغانستان ټول لوري يا د افغانستان په مسله کې دخيل ټول افغان لوري بايد په عاجله توګه سره راټول شي په بنسټيزو او مهمو مسايلو باندې بحث او خبرې وکړي ترڅو موجوده شخړه يا منازعه ژر سره حل شي، دا خبرې او بحثونه بايد یوه سياسي لاره جوړه کړي چې په پايله کې یې په یو ټول شموله حکومت باندې توافق وشي، همدار راز دا خبرې او بحث د دخیلو لوريو ترمنځ بايد یوه دایمي او پراخ اوربند ته لاره هواره کړي.

دغه څلورو هېوادونو ويلي دي چې دوی له دخیلو لوريو څخه غواړي چې په دې مهم وخت کې داسې يوه مذاکره او خبری وکړي چې په پايله کې يې د افغانستان څلویښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

په دې اعلاميه کې همداراز راغلي دي چې دغه څلور هېوادونه دداسې يوه توافق او یوه سياسي تړون څخه ملاتړ کوي چې په پايله کې یې يو آرام، واحد، د تروريزم او نشه يي توکو څخه پاک، خپلواک، خودکفا او ديموکراتيک افغانستان رامنځته شي.

په یاده اعلامیه کې څلورو واړو هېوادونو تاييد کړې ده چې دداسې یوه تړون څخه ملاتړ کوي چې په هغه کې د افغانستان د ټولو خلکو، ماشومانو، ښځو، د جګړې د قربانيانو او لږکيو ملاتړ شوی وي.

په ګډه اعلاميه کې همدارنګه د طالبانو څخه غوښتل شوي دي چې د پسرلنیو عملیاتو د ترسره کولو څخه ډډه وکړي او همداراز په ضمن کې په حکومت هم غږ شوی دی چې په قدرت کې د طالبانو شريک کولو ته تيار شي.

ياده اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د حکومت، سياسیونو او طالبانو ترمنځ یوه ښکاره غونډه پای ته ورسیده، د غونډې په پای کې د افغانستان د حکومت استازي ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې ددوی لويه او اصلي هيله همداده چې په د سولې خبرې چټکتیا ومومي او ژر تر ژره په یوه اوربند سلا سره وشي.

د طالبانو له لوري ملا برادر په خپلو خبرو کې بيا وويل چې دوی اوربند ته تیار دي خو اوربند به هغه وخت ممکن شي چې يو ټول شموله اسلامي نظام رامنځته شي.

د طالبانو د سياسي دفتر مشر شيخ عبدالحکیم بيا وويل چې افغانستان جګړو سخت ځپلی دی، نور افغانستان له جګړې څخه ستړی شوی دی‌، ده زیاته کړه چې د شخصي ګټو او پيسو لپاره بايد نور جګړې ته زور ورنکړل شي او د افغانستان غم نور په ګډه سره وخوړل شي.

تراوسه پورې طالبانو او د افغان حکومت د استازو او سياسیونو له لوري کومه ګډه او يا هم ځانته ځانته کومه اعلاميه نه ده خپره شوې او دوهمه غونډه یوازې د افغانانو ترمنځ د تړلو دروازو تا شا دوام لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.