د افغان پيلوټ جنازه به د غني د اقتدار جنازه شي
خبريال وېبپاڼه- پرون په وردګو ولايت کې د علي پور وسله والو د افغان پوځ يوه الوتکه په نښه کړه او پکې پینځه نښه عمله يې په شهادت ورسوله.
د علي پور وياند د رسنيو سره په خبرو کې دا ومنله چې دا الوتکه ددوی کسانو ويشتلې ده، معتبرو رسنیو خبر ورکړ چې ټول شواهد ښيي چې هليکوپتر د علي پور کسانو په نښه کړې ده.
خو د حکومت له لوري تراوسه پورې د انتقام اقدام خو يوې خواته بلکې د قاتلینو نوم هم نه دی اخیستل شوی، که څه هم ځینې حکومتي چارواکي او غني وايي چې دوی به سخت انتقام اخلي خو ددوی ټول زور دلته مالومېږي چې دوی تراوسه پورې د قاتل علي پور نوم هم نشي اخیستلای نو هغه به مجازات کوي څنګه.
که نه حکومت به اوس ددې په تور هم کوم پښتون په پټي يا جومات کې راګيروي او په وهلو ټکولو به ورباندې اقرار کوي چې دا الوتکه ده ويشتلې ده، يا به د وردګو والي د ننګرهار د والي امر خېل غوندې پاڅېږي او یو رېګشه واله به رانيسي چې الوتکه ده ويشتلې.
ارګ نن د یوه یاغي په لاس د خپلو قدرمنو پیلوټانو د جنازې پورته کولو سره په اصل کې د خپل اقتدار او حکومت جنازه هم پورته کړه.
هغه اقتدار چې د خپل پیلوټ بدل نشي اخیستی، هغه اقتدار چې يو ياغي ونيسي او بيا یې په ارګ کې میلمه کړی او د دانش په ضمانت یې خوشي کړي نن يې دانش ته مړې سترګې نيولې دي هېڅ نشي ورته ويلی چې دا ستا مدني هزاره ياغي خو داسې وحشت وکړ.
خو دانش يې په قصه کې هم نه دی، هغه پرون هم ويل چې بيا به د استبداد دوره نه راځي، دوی دا استبداد د طالب په نوم تېروي خو په حقیقت کې دوی د پښتنو اقتدار ته استبداد وايي، همدا اوس د دانش هغه ياران چې د ارګ څخه شرينی نه اخلي همدې حکومت چې د پوځيانو قاتل په ارګ کې ساتي او پښتون په پل چرخي کې استبدادي او متعصب حکومت وايي.
هغه پوځي چې ارګ په پاکستان د ډز کولي منعه کړی دی، هغه پوځي چې د پاکستان د پوځ له لوري د خپلې خاورې رسمي بېلېدل د اغزن تار غځول په سترګو ويني او هېڅ نشي کولی، ځکه ورته حکم ورکړی چې څه به نه وي، هغه پوځي چې د علي پور غوندې قاتل ونيسي او غني يې په ارګ کې میلمه کړي هغه نور څومره د ارګ د لېونتوب او اعتياد قرباني شي.
ارګ به نور څه کوي، د هېواد امنيت خو نشي ساتلی، د کابل امنیت نشي ساتلی، تروریستان نشي ماتولی، د کابل غله نشي کنټرول کولی، د هويت دښمنانان لنډغر نشي سمبال کولی، د پوځیانو قاتل علي پور نشي نيولی، د خاورې ساتنه نشي کولي د ډيورنډ ساتنه نشي کولی نو څه کولی شي؟
صرف فساد کولی شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.