د سولې کوتره؟ نوی کال دې د سولې پیلامه شي
خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې نوی کال دې د افغانانو لپاره د سولې پيلامه شي، تر څو افغانان په یو خوندي چاپیریال کې ژوند وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده.
هغه زیاته کړې، تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال وي او نور د جګړې ټغر ټول شي.
خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس پای ته ورسېد او ټولو له سیاسي لارې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ او ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې کنفرانس هم ترسره شي.
په دې کنفرانس کې هم پر افغان سوله او ثبات خبرې کېږي او د سولې او جګړې په اړه به مهمې پرېکړې ترسره شي.
د پسرلنۍ جګړې تیاری
سره له دې چې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي، خو دواړه لوري اوس هم د پسرلنۍ جګړې لپاره تیاری نیسي او د اخطار په ژبه یو بل ته داسې پیغام ورکوي، چې که واک نه پرېږدي، نو د ټوپک په ژبه به ځواب ورته ورکړل شي.
طالبانو خو ان په پېښور کې د پسرلنۍ جګړې پرانیست غونډه ترسره کړه او یوه ډله جنګیالي یې په پکتیا کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه افغانستان ته را ولېږل.
افغان چارواکو هم په ډاګه کړه چې د جګړې لپاره پوره تیار دي او که طالبان جنګ کول غواړي نو سخت ګوزارونه به ورکړل شي.
دلته بیا په وطن کې سور اور بل دی او هره ورځ لسګونه کسان شهیدان او ټپیان وي، چې همدې وضعیت عام افغانان له سختو ناهیلو سره مخ کړي دي.
افغان حکومت او طالبانو ته پکار ده چې نوی کال د سولې په پيغام او د جګړې په پای ته رسېدو پیل کړي، ښکاره خبره ده چې نور په دوی کې هم شومه د جګړې نشته، خو هسې ننګ نیولي دي، خو که سوله وشي، دا به د ټولو اړخونو لپاره د خیر زېری وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.