The news is by your side.

د اوبو له مدیریت د ګاونډیانوویره

خبریال ویبپاڼه/ نن د هېواد نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د پرانیستې مراسم ترسره سو چې افغان ولسمشر محمد اشرف په خپلو لاسونو د خپلو مرستیالانو په ملتیا دغه بند پرانسته، چې د هېوادوالو له هرکلی سره مخ سوی.

په ورته مهال د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد په دې هکله تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې ګاونډيان دي زموږد اوبو په مدیریت ویره نلري، ښاغلي تکل پتېلې چې ګاونډیان د اوبو له مدیریت ویره لري خو دوی دي ویره نه کوي، په کور دننه افغانستان کې وطن دښمنه او اوبو دښمنه اشخاصو په څو مواردو کې د داسې کارونو چې د هېواد اوبه مدیریت کوي مخه نیولې او په دې برخه کې زموږ د یو شمېر هېوادوالو قربانۍ د قدر وړ دي.

ښاغلي تکل د خپلو خبرو پر مهال ویلي افغان دولت د خپلو اوبو مدیریت له لارې غواړې چې هېواد ته ښې رازي او زرغونتیا او پرمختګ رامنځ ته کړي.

ده د ګاونډیو هېوادونو ویره بې ځایه وبلله او زیاته يې کړه چې دا افغانستان حق دی چې خپلې له خپلو طبیعي منابعو ګټه پورته کړي.

تکل زیری ورکړي چې دوی د اوبو مدیریت په برخه کې د هېوا بیلابیلو سیمو کې پلاونونه لري چې له مخې به يې اوبه مدیرت او یو په بل پسې به عملي سي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت د چهابرجګ ولسوالۍ کې جوړ سوی چې د زرګونه هکتاره ځمکو خړوبولو ظرفیت لري ولسمشر محمد اشرف غني د خپل واکمنۍ په لومړیوکې ویلي چې د هېواد اوبه به د نورو هېوادونو د تیلو له قیمت سره برابرې کړي خو داسې ښکاري چې د غني دا ژمنې په کمسارې توګه عملي سوې او ډیری يې پاتي دي.

که څه هم د هېواد د پرمختګ لپاره د یوې خښتې ښودل زموږ مظلوم ولس ته په ګټه تمامیږي خو د نړیوالې ټولنې د مرستو او د هغوی په شتون کې دا کارونه بیاهم لږ او باید د ښې حکومتولۍ په رامنځ ته کولو سره د هېواد او خلکو د ښې رازۍ لپاره لوی ګامونه پورته سي ترڅو د په لاس راغلې موقع څخه په استفاده یوازي هېواد ته خدمت وکړل سي

Comments are closed.

koi finance