۶اونۍوروسته باید بهرني سرتیري له افغانستان وتلي وي
خبیال ویبپاڼه/ مي میاشت ته یوازي یوه میاشت او یوه اونۍ پاتي ده ترڅو ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې باید تر راتلوونکي مي میاشت پوري سرتيري له افغانستانه ووزي.
خو داسې ښکاري چې په دومره وخت کې د امریکايي او بهرنیو سرتیرو وتل شونی نه دی ځکه نو وړاندیز کیږي چې د بهرنیو ځواکونو شتون تمدید او راتلوونکې کې ووزي.
تازه د بایډن اراده هم بدل سوې او ښايي د خپلو سرتیرو ماموریت تمدید او ژر خپل ځواکونه ونه باسي همدارنګه ناټو هم خپل ماموریت ته دوام ورکوي او داسې کوم خبره يې نه ده کړې چې له مخې دوی سرتیري له افغانستانه وباسي.
د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوال ځواکونو د جرګه ګۍ مشر ادم سمیت ویلي د بایډن اداره غواړي چې د امریکايي سرتیرو د وتلو نېټه وغځوي او دا سرتیري ونه باسي هغه وویل تراوسه دا پریکړه نه ده بشپړه سوې خو تر راتلوونکي مي میاشت پوري د ټولو سرتیرو وتل ستونزمنه خبره ده.
بل نوی خبر دادی چې ښايي امریکا د ترهګرۍ ضد په نوم د یوه ځواک پرېښودو په هکله له طالبانو سره د هوکړې ارزونه هم وکړي ترڅو د ترهګرۍ او داعش سره راتلوونکې کې مقابله وکړي.
ښاغلي سمیت وویل چې له لوژستیکي پلوه شونې نه ده چې دا چاره په دومره لږ وخت کې ترسره سي ځکه موږ ۳۵۰۰ او متحدان مو ۷۰۰۰سرتیري لري.
تراوسه پوري د طالبانو له لوري یوازي همدا خبره سوې چې باید امریکايي او بهرني ځواکونه د دوحې هوکړې نیټې سره سم له افغانسانه ووزي او دا یې هم ویلي چې که چیري امریکا او نور شته بهرني هېواودونه دا کار ترسره نکړي نو د دوی له بریدونو سره به مخ سي.
تراوسه پوري د بهرنیو ځواکونو د شتون وتلو او ماموریت په هکله کره څه نه دي وړاندې سوي خو ډیر باورونه داسې دي چې له مې میاشت وروسته به هم بهرني سرتيري په افغانستان کې وي.
که و نه وزي څه به وسي؟
طالبانو له مي میاشتي وروسته د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې پر هغوی د بریدونو کولو ګواښ کړی خو شايي نړیواله ټولنه او امریکا د خبرو له لارې د افغان جګړې د ژر حل لپاره کوم کار وکړي که چیري داسې ونه سي نو یوځأ بیا به د خطرناکو جګړو لړۍ پیل سي
Comments are closed.