The news is by your side.

تبرکلوز لس زره افغانان په یوه کال کې وژلي

خبریال اداره: تبرکلوز ناروغي په تیر کال کې  نږدې ۱۰ زره افغانان وژلي او شاوخوا پنځوس زره نور پرې اخته دي.

د دغې ناروغۍ جرړي د نړې په ډيرو هیوادونو کې ایستل شوي لیکن  افغانان لا هم د یادې ناروغي ښکار ګرځي.

د عامې ورغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، له دې شمېر څخه ۹ زره ۸۰۰کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي چې د مړیني دغه شمېر د کورونا ویرس په پرتله درې برابره ډېر دی.

د وحيد مجروح په وینا، د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال د روغتیايي کارکوونکيو لپاره دا ستونزمنه کړې چې د نري ‌رنځ ناروغۍ مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي او ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو تشخیص او تداوي شوي نه دي.

نوموړی زياتوي، ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو ښځې وې چې په سلو کې ۵۷ سلنه ښودل شوي.

نامناسب خواړه، د بدن ټيت معافیت او د ښځو د ژوند ډول، د دغې ناروغۍ پر وړاندې د هغوی د زیانمېدو کچه لوړوي.

په ورته وخت کې د توبورکلوز د مخنیوي بورډ ريیسه سیما ثمر وايي، په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي ژمنتیا مهمه ده او باید د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره هڅې دوام پیدا کړي.

 دغه سازمان له بهرنیو ملاتړ کوونکيو غواړي چې په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

میرویس جلالزی

Comments are closed.