The news is by your side.

د ناټو چوکاټ کې کوم هېواد خپل سرتیري ایستلي؟

 خبریال ویبپاڼه/ د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې له مخې تر راتلوونکې مي میاشت پوري باید امریکا او ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو تراوسه پوري د ناټو او امریکا دا اراده نه سوې چې له دې هېواده ووزي.

اوس تازه راپورونه وایي چې د ناټو چوکاټ کې نوی زیلنډ هېواد خپل ټول سرتیري له افغانستانه ایستلي موده مخکې نوی زیلنډ هېواد اعلان وکړ، چې ددوحې هوکړې په پام کې نیولو سره له افغانستانه خپل سرتیري پر ټاکلې موده باسي.

له ۲۰۰۱ زیږدیز کال را په دېخوا نوي زیلنډ هېواد د ناټو چوکاټ کې ۳۶۰۰ سرتيري لرل چې  په بیلابیلو برخو کې دندې ترسره کولې خو اوس  يې په مکمله توګه له افغانستانه ایستلي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر هم نن د سرتیرو د بیا پاتي کیدلو په هکله تازه څرګندونې کړې وې او زیاته یې کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا د افغان سولې ناټو او امریکا د ماموریت له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو او پاتي کیدلو په هکله تازه څرګندونې کړې  او ټینګار يې کړی چې د افغانستان موضوع به د خبرو مصالحې له لارې حل کوي.

بلینکن  لکه امریکا چې اوس سرتیري نه باسي یو ځل بیا ژمنه تازه کړه چې له نورو متحدینو سره یوځای راغلی او په سم وخت کې به له دوی سره یوځای ځو، هغه ویلي له سیاسي لارې څخه د افغانستان د موضوع د حل په لټه کې دی او د افغانستان جګړه یوازي د خبرو له لارې حل کیدلای سي.

ده د مخکې په څير چې له ناټو او نورو متحدینو سره یوځای راغلي دي او یوځای به ورسره وزي خو هغه وخت به له افغانستانه سرتیري باسي چې حالت کابو او د ډاډ وړ وي.

هغه دا هیڅ ونه ویل چې امریکا او متحدین یې په مي میاشت کې له افغانستانه وزي که نه خو ټینګار يې وکړ، چې دا صلاحیت یوازي له ولسمشر جوبایډن سره دی خو ویل کیږي چې بایډن په دې هکله له فشارونو او کشمکشونو سره مخ دی.

یوې امریکايي خپرونې دیل هیل په دې هکله په خپل  یوه تازه مطلب کې ویلي د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې باید تر مي میاشت پوري ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي

Comments are closed.

koi finance