The news is by your side.

طالبان به د امريکا نوی فرمایش ومني؟

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې د طالبانو او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ توافقنامه وشوه د افغانستان حکومت او طالبان په خبرو کې سره جوړ نشول ترڅو يو ګډ حکومت جوړ کړي البته دا خبرې اوس هم جريان لري خو تمه ترې کمه ده چې په یو دایمي اوربند او نوي حکومت به پای ته ورسېږي.

په داسې يو حال کې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د نېټې د روانېږدې کېدو سره په افغانستان کې دننه او د هېواد څخه بيرون دا اندیښنې پيدا شوې که امريکا بدون له دې څخه ووځي چې په افغانستان کې يو اوربند قايم شي او بين الافغاني خبرې په يوې دايمي سولې باندې پای ته ورسیږي نو کېدی شي په افغانستان کې جګړه تر دې څو چنده زور ونيسي.

د جګړې د شدت هخوا ویره دا وه چې طالبان به‌په لنډ وخت کې افغان حکومت سقوط کړي، که څه هم افغان چارواکي وايي چې دوی کولي سي بدون د بهرنیو ځواکونو هم د حکومت د سقوط مخه ونيسي خو بهرني څېړونکي وايي چې بدون له دې چې بهرني ځواکونه په عملي ډول په ځانګړي ډول په تخنیکي ډول د هوايي ځواک په تخنيکي برخه کې د افغان ځواکونو مرسته وکړي د افغان ځواکونو مقاومت او د حکومت د سقوط مخنيوی به ګرانه خبره وي.

له همدې کبله اوس داسې ښکاري چې امريکا دا اندیښنې جدي نيولي دي، د طالبانو څخه يې غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون ته تر شپږو مياشتو پورې نور هم وخت ورکړي، تراوسه دا مالومه نده چې طالبان به دا غوښتنه ومني او که نه، خو تر دې وړاندې طالبانو ويلي و چې په هېڅ صورت ورته د بهرنیو ځواکونو د خروج نېټه د تمديد وړ نه ده، طالبانو ګواښ کړی و چې که چېرې امريکايي ځواکونه پخپل وخت د افغانستان څخه ونه وځي نو په دوی به بيا حملې پيل کړي.

دا خبره هم سل سلنه نه ده مالومه چې که چېرته طالبان د امريکا غوښتنه ومني مو ايا بيا به هم د افغان جګړې لوري يو جوړجاړي ته ورسیږي که نه، خو د چارو شننونکي وايي چې که چېرته طالبان او افغان حکومت پخپلو کې خبره جوړ نشي نو امريکا به حتمآ په دوي باندې خپله طرحه ومني.

Comments are closed.