The news is by your side.

ګل بدین لاریونونه او د وسلوالو غونډې کوي

خبریال ویبپاڼه/ کابل ګل بدین حکمتیار وویل چې  غوښتنو يې دولت ځواب و نه وایه او ورسره یې بې اعتنايي وکړه ځکه نو سر له سبا کابل کې لاریونونه کوي، هغه وویل وسلوال مجاهدین به غونډې هم  وکړي.

ده وویل چې درانه لاریونونه به ترسره کوي چې لړۍ به یې له کابله پیل او تر ولایتونو وغځیږي او په وینا يې چې په دې هکله يې امنیتي بنسټونه هم په جریان کې کړي دي.

نوموړي وویل ډیر مخکې به يې دا لاریونونه پیل کړي وای خو مخکې د ماسکو غونډه راغله او ده غوښتنه درلوده چې دولت به یو انتقالي پروسې ته وسپارل سي خو دا چې هغه چاره نه سوه ترسره ځکه نو سبا لاریونونه پیل کوي.

د حکمتیار له خبرو په څرګنده مالومیده چې د یوه نوي  حکومت د رامنځ ته کیدلو لپاره لاریونونه کوي ده وویل کچیري  په ماسکو کې د دولت په هکله کومه پریکړه سوې وای نو بیا د دې لاریونونو اړتیا نه وه.

هغه پر دولت ږغ وکړ چې سولې کولو ته چمتو سي او د یوه ټولشموله حکومت چې ټولو ته د منلو وړ وي توافق وکړي بیا به موږ خپل لاریونونه بندوو.

د ده له انده چې د دوی د لاریونونو او نړیوالو فشارونو په ترڅ کیدلای سي چې دولت مجبوره سي او د سولې په لور به  ولاړ سي

د حزب مشر له دولته ګیله وکړه چې  د دوی وسلوال يې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې داخل نکړل او ژمنو ته وفاداره نسو.

تر دې وړاندې هم ګل بدین څو ځله دولت ته ګواښ کړی وو، یوه ورځ هغه وویل چې ارګ به محاصره کوي او له دولته به خپل حق غواړي خو دوه ورځې وروسته تر دې فیصلې تیر سو او ويې ویل چې د کابل څلور دروازې به تړي چې یوه ورځ يې لاریونونه وکړه او بیا ورک سول.

همدارنګه نن يې بیا د لاریونونو جوړولو خبرتیا ورکړې، ګل بدین وویل یو شمېر وسلوال کسان يې غونډې هم وکړي.

د دې لاریونونو زیان چاته رسیږي؟

که څه هم ګل بدین حکمتیار ادعا کوي  چې لاریونونه د خلکو د هوسايي او حقوقو د لاسته راوړلو لپاره کوي خو کله چې لاریون کیږي نو تر ټولو زیات غریب ښاریان ځپل کیږي او تاوان يې یوازي دوی ته رسیږي

Comments are closed.