The news is by your side.

اخیر هم د امریکا پریکړه، افغان دولت یې ارزوي

خبریال ویبپاڼه/ امریکا د افغانستان د راتلوونکی نظام جوړښت او سولې هوکړي وروسته د بدلون یو طرحه جوړه کړې وه چې له ټولو لورو سره يې شریکه کړې او پرمهال يې یو شمېر غبرګونونه پارولي.

اوس تازه د دې طرحې  ارزونه پیل سوې د افغانستان د ملي روغې جوړي یو پنځلس کسیزه کمېټه به د دې طرحې د ارزونې لپاره کار وکړي.

مالومات وايي چې دا طرحه نن د دولت د سولې وزارت د ملي روغي جوړي شورا ته سپاري د ملي روغي جوړي شورا څخه په وړاندې سویو مالوماتو کې راغلي چې یو پنځلس کسیزه کمېټه چې مشري به یې محمد یونس قانوني کوي د دې طرحې ارزونه کوي او کله چې د دې طرحې د لید لوري ارزونه وسوه ملي روغي  جوړي شورا ته سپارل کیږي او له هوکړې وروسته به یاده طرحه د افغان حکومت له لوري ترکیې غونډې ته ولیږل سي او هلته به مطرح سي.

دا چې د امریکا د دې طرحې په هکله به د دولت لید لوری څه وي مالومه نه ده خو ویل سوي چې ارزول کیږي او بیا به د ترکیې غونډه کې مطرح سي.

تر دې وړاندې ویل سوي وو، چې له وخته وړاندې د ټاکنو په هکله افغان ولسمشر هم یوه طرحه جوړه کړې ترڅو دې کنفرانس ته وړاندې سي  خو  اوس یوازي د امریکا د طرحې په هکله ویل سوي چې د افغان دولت له لوري ارزول کیږي او بیا به د د ترکیې غونډه کې مطرح سي.

د امریکا په طرحه کې د یوه ټولشموله حکومت یادونه سوې چې ښايي هغه بدلونونه چې د امریکا د نوي طرحې له مخې رامنځ کیدلای سي دولت ته هم په وروستيو پریکړو کې د منلو وړ سوي وي.

د ترکیې کنفرانس چې د روانې میاشتي اوږدو کې به جوړ سي ورته زیاتي هیلې موجودي دي او ان دا کنفرانس د ټولو اړخو له نظره نهايي اووروستی بلل سوی او غوښتل سوي دي چې ټول ښکېل لوري دي د یوې دایمي سولې لپاره له دې سترې موقع څخه په استفاده دا کنفرانس بریالی کړي خو تراوسه داسې  مالومیږي چې ټول لوري پوره پوره چمتوالی نیسي او د یاد کنفرانس څخه د ډیر څه په لاس راوړلو تمه کوي

Comments are closed.

koi finance