The news is by your side.

ترکیه کې د سولي‌ کانفرانس وځنډول شو!

خبریال وېبپاڼهله ارګ نه سرچینوخبریال وېبپاڼې ته وویل چې  ترکیه کې د سوليراروان کانفران وځنډول شو او پر ټاکلې نېټه (۱۶) اپریل باندي‌ باندي‌ نه کېږي.

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ومنل چې د غونډې د ځنډ علت د اجنډا پر سر ستونزې دي‌ چې ترکي چارواکي؛ زلمی خلیلزاد؛ پاکستان او روسیه یې د حل هڅې کوي.‌

له ارګ نه یولوړ رتبه چارواکي‌ چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي‌ دا یادونه هم وکړه چې اوس اروپايي‌ ټولنه د امریکا برخلاف د افغانستان د ولس او حکومت سره ملاتړې ده؛ او د سرچینې په وینا د اروپايي‌ټولنې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان د سولي په تړاو ژور بحثونه شوي‌ دي.‌

بل لورته د سولي په پروسه کې د امریکا د استازيزلمي‌خلیلزاد نېژدې سرچینې وايی چې خلیل زاد هڅه کوي‌ چې د اپریل میاشتې د (۱۶) نېټې غونډه پر ټاکليوخت په ترکیه کې وشي؛ خو د سرچینې په وینا چې ترکي چارواکو د افغان حکومت اندېښنې له زلمي‌ خلیلزاد او نورو لوریو سره شریکي کړې دی.‌

که څه هم تر دم ګړیه لا د ترکیې د غونډې بل تاریخ نه دی تاکل شوی؛ خو اټکل دی چې د ترکیې غونډه به د اپریل پر ځای په مۍ میاشت کې وشي.‌

تر اوسه افغان حکومت او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړانديطالب سرچینو خبریال وېباڼې ته ویلي وو چې د ترکیې غونډي‌ پر (۴) مهمو خبرو پرېکړه شوې وه چې په هغوی کې د (۶۰۰۰) طالب زندانیانو خلاصون او هم دا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وخت تمدید؛ اوربند او د افغاني خبرو د بهیر غځېدا شامل وو.‌

ولسمشر غني‌ته نېژدې کړیو ویلی چې د سولي د ترکیې د کانفرانس په تړاو یې پر طرحه کار پیل کړی دی؛ خو تر اوسه پوري‌لا بشپړه شوې نه ده.

بل لورته طالبانو ګواښ کړی چې که چېرته امریکایان پر خپل ټاکلي‌وخت له افغانستان نه پوځیان ونه باسي‌دوی به بریدونه ورباندي‌وکړي.

دافغانستان سوله چې اوس د نړۍ والو لپآره په یوه چیلنج اوښتې تربل هر وخت را نېژدې شوې خو شرط دادی چې دواړه لوری تر خپل ګټو تېر او سولي‌ته لار هواره کړي.   

   

Comments are closed.